د جاپان پارلمان د اپوزيسيون ګوند له غبرګون سره سره د دې هېواد تر ټولو لانجمنه امنيتي لايحه پاس كړه.
د دې امنيتي لايحې له مخې جاپاني پوځيانو ته د خپل هېواد له پوله دباندې هم د جګړې كولو اجازه وركړل شوې، خو اپوزيسيون ګوند بيا دا ماده نه منله او پرون يې په دې اړه د پارلمان د راى اچونې د بهير ځنډولو پوره هڅه هم وكړه. د جاپان پارلمان د اپوزيسيون ګوند له غبرګون سره سره د دې هېواد تر ټولو لانجمنه امنيتي لايحه پاس كړه.
د دې امنيتي لايحې له مخې جاپاني پوځيانو ته د خپل هېواد له پوله دباندې هم د جګړې كولو اجازه وركړل شوې، خو اپوزيسيون ګوند بيا دا ماده نه منله او پرون يې په دې اړه د پارلمان د راى اچونې د بهير ځنډولو پوره هڅه هم وكړه.
د پوځيانو لپاره دا قانوني لايحه له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د لومړي ځل لپاره جوړه شوې ده.
تر دې وړاندې جاپاني پوځيانو اجازه نه درلوده چې په بل هېواد كې د سولې د بهير د ټينګښت لپاره له نړيوالو سره يو ځاى ودرېږي، خو په تازه وخت كې هلته حاكم ګوند غوښتل په دې اړه پارلمان ته يوه لايحه وړاندې او تصويب كړي، مګر مخالف ګوند او خلكو په دې اړه سخت غبرګوند څرګند كړى دى.
پرون په پارلمان كې د دې لايحې د پاس كولو لپاره د رايې اچونې په بهير كې سوك څپېړه هم رامنځته شوې او د مخالف ګوند غړيو غوښتل د هېواد د پارلمان غړى راونيسي خو د پوليسو لخوا د پارلمان ټول اپوزيسيون غړي دباندې و ايستل شول.
دباندې هم زرګونه خلك راټول شوي او د دې لايحې د پاس كولو په غبرګون كې يې لاريون وكړ چې په ترڅ كې يې ۱۳ تنه له پوليسو سره د نښتې په تور نيول شوي هم دي.
دغه لاريونونه له څو اوونيو راهيسې په جاپان كې روان وو او لا هم په دې اړه څه نه شي ويل كېداى چې د لايحې له پاس كېدو وروسته به ولس او اپوزيسيون غلي پاتې شي كه خپل لاريونونه به جاري وساتي.


