ads

د افغانستان اوبه مهارېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، افغانستان دا مهال ٥٧ ميليارد متر مکعب سطحي اوبه لري چې له ٣٧ ميليارده مکعبه ډېرې يې له هېواد بهر خوشې روانې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، افغانستان دا مهال ٥٧ ميليارد متر مکعب سطحي اوبه لري چې له ٣٧ ميليارده مکعبه ډېرې يې له هېواد بهر […]

نویسنده: TKG
26 وږی 1394
د افغانستان اوبه مهارېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، افغانستان دا مهال ٥٧ ميليارد متر مکعب سطحي اوبه لري چې له ٣٧ ميليارده مکعبه ډېرې يې له هېواد بهر خوشې روانې دي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، افغانستان دا مهال ٥٧ ميليارد متر مکعب سطحي اوبه لري چې له ٣٧ ميليارده مکعبه ډېرې يې له هېواد بهر خوشې روانې دي.
د اوبو او برېښنا وزير علي احمد عثماني وايي د يادو اوبو له اندازې ډېره کمه اندازه په هېواد کې لګول کېږي، خو له پاتې نورو يې ګاونډي هېوادونه ګټه اخلي.
نوموړي په كابل كې د ( اوبو ژورنالېزم) تر نوم لاندې په روزنيز پروګرام كې ويلي، دوى د اوبو د کنټرول ستر پروګرامونه په پام کې نيولي خو دا كار  بودجې او وخت ته اړتيا لري.
د ياد وزارت چارواکو پخوا ويلي وو چې د افغانستان د ټولو اوبو د کابو کولو لپاره ٣٠ ميليارد امريکايي ډالرو او ٢٥ کلونو ته اړتيا لري او د هېواد د لږ تر لږه اوبو کابو کول لس ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا لري ، خو په دې برخه کې په دوه پنځه کلنو  پلانونو باندې کار روان دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA