د جنوبي اسيا لپاره د ولسواكۍ د څار اداره (ساوت ايشيا ډيموكريسي واچ) وايي، د نړۍ په كچه دا مهال د جنوبي اسيا واكمنو ګوندونو او شخصيتونو د ولسواكۍ د پلي كېدو په لاره كې تر ټولو ښې هڅې كړې دي. د جنوبي اسيا لپاره د ولسواكۍ د څار اداره (ساوت ايشيا ډيموكريسي واچ) وايي، د نړۍ په كچه دا مهال د جنوبي اسيا واكمنو ګوندونو او شخصيتونو د ولسواكۍ د پلي كېدو په لاره كې تر ټولو ښې هڅې كړې دي.
ډيموكريسي واچ ادارې په جنوبي اسيا كې د حكومتونو لخوا د ټاكنو ترسره كېدل، د ولسواكۍ د اقدارو ساتنه او خلكو ته د ښاري حقونو وركړه هم د ستاينې وړ بللې.
دغې ادارې له امريكا نه په خپل يو خپاره كړي راپور كې ويلي، د نيپال، افغانستان، پاكستان، سريلنكا، بوټان او مالديپ خلكو په دې وروستيو كې د ښو ټاكنو په ترسره كولو ښودلې چې دوى د استبداد منونكي نه دي او نه هم د جګړه مارو، پوځ او بيوروكراسۍ پلويان دي.
دغې ادارې ويلي، په دغو هېوادونو كې كه څه هم تر اوسه فقر، تروريزم، فيوډاليزم، فساد او افراطي ډلې د ولسواكۍ بنسټونه ګواښي خو بيا هم په دې برخه كې د حكومتونو هڅې ښې روانې دي.
د جنوبي اسيا د ولسواكۍ د څار ټولونه په امريكا كې يوه خپلواكه ټولنه ده او په جنوبي اسيا كې د خلكو او ولسواكۍ لپاره د هڅو تر څنګ اقليتونو او ښځو ته هم د حقونو غوښتونكې ده.


