ads

مسلميار: د كركټ بورډ ملاتړى يم

د مشرانو جرګې مشر د افغان كركټ ملي لوبډلو وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې او په دې برخه كې يې له كركټ بورډ نه خپل ملاتړ اعلان كړ.د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي د مشرانو جرګې مشر د افغان كركټ ملي لوبډلو وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې او […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1394

د مشرانو جرګې مشر د افغان كركټ ملي لوبډلو وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې او په دې برخه كې يې له كركټ بورډ نه خپل ملاتړ اعلان كړ.
د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي د مشرانو جرګې مشر د افغان كركټ ملي لوبډلو وروستۍ لاسته راوړنې وستايلې او په دې برخه كې يې له كركټ بورډ نه خپل ملاتړ اعلان كړ.
د كركټ بورډ له مطبوعاتي دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شويچې د کرکټ بورډ عمومي رئيس نسيم الله دانش، اجرايوي رئيس شفيق الله ستانکزي، مرستيال دوست محمد نظري او يو شمير نورو چارواکو نن د مشرانو جرګې له مشر  فضل الهادي مسلميار سره د نوموړي په دفتر کې وکتل.
د ناستې په ترڅ كې د مشرانو جرګې مشر په نړيوالو لوبو كې د كركټ د ملي لوبډلو د برياو له كبله كركټ بورډ وستايه او په دې برخه كې يې ددې ادارې هڅې اغېزمنې وبللې.
دغه راز د كركټ بورډ چارواكو هم د مشرانو جرګې له مشر مننه وكړه چې تل يې په هېواد كې د سپورټ په برخه كې له اړوندو ادارو سره همكاري كړې ده.
د يادولو چې د كركټ بېلا بېلو ملي لوبډلو په وروستيو لوبو كې افغانستان ته ستر برياليتوبونه تر لاسه كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA