ads

لس کاله لانجه؛ په درې ورځو کې حل شوه

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې کوڅې پر سر راپورته شوې لانجه په سوله‌ییزه بڼه حل شوه. دغې لانجې چې نږدې ۱۰ كاله دوام کړی و، سږکال د ننګرهار ولایت د ولسونو د یووالي او پرمختګ ټولنې له خوا پای وموند. د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې د دوو […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1394

د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې کوڅې پر سر راپورته شوې لانجه په سوله‌ییزه بڼه حل شوه. دغې لانجې چې نږدې ۱۰ كاله دوام کړی و، سږکال د ننګرهار ولایت د ولسونو د یووالي او پرمختګ ټولنې له خوا پای وموند. د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ كې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې کوڅې پر سر راپورته شوې لانجه په سوله‌ییزه بڼه حل شوه. دغې لانجې چې نږدې ۱۰ كاله دوام کړی و، سږکال د ننګرهار ولایت د ولسونو د یووالي او پرمختګ ټولنې له خوا پای وموند.
دا کوڅه د یوې پرېکړې له مخې د دواړو کورنیو د تګ راتګ لپاره پرېښودل شوې وه، خو یو لوری د بل په غیاب کې په کې دېوال پورته کوي او همدا مسئله د لانجې سبب ګرځي.
کوڅه یو نیم متر سور او نږدې شل متره اوږدوالی لري. د لانجې یو لوری عاشق الله وایي، اوسنی کور یې ورته ماما د اوسېدو لپاره ورکړی دی او کوڅه یې هم په مشترکه پرېښې وه، خو مقابل لوري څو کاله وړاندې چې دی کم عمره او مشر ورور یې له هېواده بهر و، کابو نیمه کوڅه د خپل کور برخه وګرځوله: ((د کوڅې لپاره ۷۵ سانتې متره ځمکه موږ ورکړې وه او همدومره هغوی، خو وروسته دوی نیمایي کوڅه دننه کړه او زموږ په برخه یې دعوه وکړه او دیوال یې په کې پورته کړ.)) عاشق الله زیاتوي چې هغه وخت یې ډېرې چیغې ووهلې، خو چا وانه ورېدې:(( چې ورور مې امیر محمد هېواد ته راستون شو؛ نو د خپل حق دعوه یې شروع کړه.))
د لانجې بل لوری بیا د ملامتې ګوته خپل مقابل لوري عاشق الله او امیرمحمد ته نیسي او وايي چې ستونزه دوی راولاړه کړې وه. بادام ګل وایي چې د کوڅې لپاره یې دغه ځمکه ډېره پخوا بېله کړې وه، خو اوس یې چې ورته اړتیا نه لرله او بدیل لاره هم وه؛ نو ښه یې وګڼله چې خپله وقف شوې ځمکه بېرته راوګرځوي. دی وایي:(( ما هغه مهال پوره دوه متره کوڅه وقف کړې وه، مګر دوی له هغې نیم متر خپل کور ته دننه کړه او اوس یې غوښتل چې پر پاتې یو نیم متر هم سترګې پټې کړي.)) بادام ګل زیاتوي، په دې اړوند یې یو کال وړاندې جرګه هم کړې وه، خو پرېکړه یې ځکه ونه منله چې په خبره یې منصفانه نه وه:(( د جرګې پرېکړه ټوله د دوی په ګټه وه او په جرګه کې هغه کسان راټول شوي وو چې د دوی په طرف وو، ځکه موږ ونه منله.)) بادام ګل وايي چې د جرګې تر ماتېدو وروسته امیرمحمد جعلي سند جوړوي او  د کوڅې د لاندې کولو لپاره لستوڼې پورته کوي:(( زما له ورور یې په یوه خط ګوتې لګولې وې چې دا ځای زموږ نه دی، هغه په خط نه پوهېده او دوی ترې اقرار اخستی وو.)) خو مقابل لوری بیا دا ټول تورونه ردوي او وایي، یوازې یې د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړې دي او بس.
د جرګې منځګړی ډاکټرمنهاج الدین هم لانجه د کوڅې په سر ګڼي. دی وایي، کوڅه د دواړو لوریو ترمنځ مشترکه وه:((یوه ډله دلته نه وه او دې بلې ټوله کوڅه کورته دننه کړه، په همدې دواړو لانجه شروع کړه.)) د جرګې بل منځګړی او مدني فعال فواد احمد الکوزی هم همدا خبره تاییدوي او زیاتوي:(( یوې ډلې په کوڅه کې دېوال پورته کړی و او کوټې یې ورته اچولې وې چې بل لوری یې په دې کار ناخوښه و.))

د لانجې پراخېدل
د جرګې منځګړی وايي چې یو لوری ځینو کسانو لمساوه او د دغو دواړو کورنیو ترمنځ یې اور ته پوکي ورکول. ډاکټر منهاج الدین وایي، له امیرمحمد څخه ځینو کسانو غوښتي وو چې په زور په کوڅه کې پورته شوی دېوال ونړوي:(( کله چې زه خبر شوم، داسې یو کار کېږي؛ نو له امیرمحمد څخه مې وغوښتل چې دېوال ونه نړوي، بلکې د سولې او خبرو له لارې خپلې ستونزې ته حل لاره ولټوي.)) د جرګې منځګړی زیاتوي، بل لوري هم دې ته تابیا نیولې وه چې که دېوال ونړول شي، سخت غبرګون به وښیي. منهاج الدین وايي، دغه وضعیت سخت وېرولی و چې خدای مه کړه کومه شخړه رامنځته نشي:(( هرې ډلې غوښتل ولسوالۍ ته عارض شي او خپلې لانجې ته رسمي بڼه ورکړي.))
د ننګرهار ولایت د ولسونو د یووالي او پرمختګ ټولنې مشر او د جرګې بل منځګړی فواد الکوزی وايي، حالت دومره ترینګلی و چې دواړو کورنیو له یو بل سره راشه درشه درولې او د خولې سلام او کلام یې هم نه کاوه.

د روغې جوړې هڅې
د دغو دوو کورنیو ترمنځ د روغې جوړې لپاره لومړنی ګام د سیمه‌‌ییزې شورا په ملتیا د ننګرهار ولایت د ولسونو د یووالي او پرمختګ ټولنه اخلي او له دواړو خواوو غواړي چې خپله لانجه د خبرو له لارې حل کړي.
د بهسودو ولسوالۍ د لسمې ویالې د نغلو شورا مشر منهاج الدین وایي، د لانجې ښکېل اړخونه یې په لومړي وار ولسوالۍ ته د عریضې له ورکولو راستانه کړل او ترې هیله یې وکړه چې نور سره څه ونه وايي:(( ما ورته وویل چې د لانجې په پراخېدو او اوږدېدو کې زیان دی، که تاسې غواړﺉ چې یوه حل لاره ورته پیدا شي؛ نو باید له صبر او حوصلې کار واخلئ.))
د روغې جوړې بل منځګړی فواد الکوزی وایي، له دې وروسته چې دواړه لوري یې سره قانع کړل او د شخړې د زیانونو په اړه یې معلومات ورکړل؛ نو د نهايي پرېکړې لپاره یې ترې واک هم واخست:(( په قضاء او څارنوالۍ کې قانوني مراحل اوږده وي؛ نو د دې لپاره چې دوی سره فزیکي تاوتریخوالي ته ونه رسېږي، یوازینۍ حل لاره یې دا وه چې په منځ کې یې ژر تر ژره بې لوري او منصفانه جرګه وشي.))

د لانجې حل
جرګه د وخت باریکۍ ته په پام ډېر ژر د ستونزې ټول اړخونه مطالعه کوي، د پخوانۍ جرګې له مشرانو سره ګوري او ترې د مرستې غوښتنه کوي. سیمه‌ییز قومي مشران او د کلي سپین ږیري چې د دې قضیې ټول داستان ورته معلوم دی، له منځګړو سره مرسته کوي چې د لانجې لپاره یوه معقوله حل لاره وړاندیز کړي.
بالاخره له درې ورځو سلا مشورو وروسته جرګه په خپلو کې سره پرېکړې ته رسېږي او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د روان ۱۳۹۴ لمریز کال د وږي په ۴مه اعلانوي. د جرګې د پریکړه لیک له مخې لانجمنه کوڅه چې یو نیم متر سور او ۲۰ متره اوږدوالی لري، په مساوي توګه د دواړو لورو ترمنځ وېشل کېږي او په دې ډول د تېرو لسو کلونو راپیل شوې لانجه پای مومي.
د جرګې منځګړی منهاج الدین وایي، پرېکړه دواړو لورو ومنله او یوه لوري چې د کوڅې په منځ کې یې دېوال پورته کړی و، په خپله خوښه دېوال ویجاړ کړ:(( اوس دوی بله بدیل لاره هم لرله، له دې کبله یې نیمه کوڅه یوه خپل کور ته دننه کړه او پاتې نیمه برخه یې د بل اړخ د کور یوه برخه شوه.))

له جرګې وروسته ژوند
د جرګې له پرېکړې اوس دواړه لوري خوښ دي او وايي چې د کلونو کلونو ستونزه یې ور حل کړې ده. عاشق الله وایي، که منځګړو د خیر لاس نه وای ور اوږد کړی؛ نو شاید د بدبختۍ ورځې یې پیل شوې وای:(( زه اوس ډېر خوشحاله یم، له خپل بل ګاونډي سره مو تګ راتګ بیا پیل شوی دی او اوس مو په زړه کې هېڅ کینه نه شته.)) دی لانجې د حل لار نه بولي او له خلکو غواړي چې د خپلو هر ډول شخړو د حل لپاره سره جرګه شي.
بادام ګل چې د قضیې بل اړخ دی هم د جرګې په پرېکړې خوښي ښيي. بادام ګل وايي چې د خپلې اولادې د ښې راتلونکې لپاره یې لانجه اواره کړه. د ده په خبره که لانجه اوږده شوې وای، تر ډېرې مودې به په نامعلوم جنګ اخته وای:(( د خدای ځمکه ده او خدای ته به پاتې وي، باید د یوه او بل پر وړاندې د صبر او تحمل څخه کار واخلو او هر یو په خپل حق قناعت وکړو.))
بادام ګل زیاتوي، قومي مشران او جرګې د عنعنوي دود په توګه لویې قضیې حلوي او په کار ده چې له شخړو وړاندې یې د حل په لارو چارو غور وشي.
د جرګې دواړه منځګړي هم له خپلې پرېکړي خوښ دي او خپل بریالیتوب د بې لوري قضاوت پایله ګڼي. د لسمې ویالې د قومي شورا مشر منهاج الدین وایي، هره شخړه حل لاره لري او ښکېل اړخونه باید د هېچا په لمسون عمل ونه کړي:(( یو شمېر کسان د ملګرتیا په بهانه سړی په دسیسو کې بندوي. په کار ده چې ډېر دقیق واوسو او له هرې پرېکړې وړاندې یې باید پایله وسنجوو.))
د قومي مشرانو او جرګو پرېکړو ته احترام او درناوی دوه هغه ټکي دي چې نوموړی یې د شخړو د حل  په توګه خلکو ته وړاندیز کوي. مدني فعال او د ننګرهار ولایت د ولسونو د یووالي او پرمختګ ټولنې مشر فواد الکوزی وایي، جګړې تصادف دی او هېڅوک باید داسې قضیو ته میراثي رنګ ورنه کړي. د ده په خبره((په خپل حق قناعت مرسته کوي چې د ستونزو د راټوکېدو مخه ونیول شي او که بیا هم لانجه رامنځته کېږي، ښه لار یې د جرګو مرکو ترسره کول او د قومي مشرانو پرېکړو ته احترام دی.))

یادونه: دا دی کلید له تېرو څو میاشتو راهیسې نوښت کړی دی او د سیمه ییزو منازعو د حل اړوند راپورونه خپروي. د دغو راپورونو پایلې ښيي چې سوله او عدم تشدد په هېواد کې ممکن دی. په سلګونه قضیو کې دا واقعیت لیدل شوی دی. د سولې او عدم تشدد دا راپورونه پر کلید او مرسل اوونیزو سربېره د کلید ګروپ د ټولو راډیوګانو له لارې په غږیزه بڼه هم خپرېږي. کوم راپور مو چې ولوست د دغې لړۍ پنځه ویشتم راپور دی چې خپور شوی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA