د اوكراين د انرژۍ وزير ولادمير داميشيشن هېله څرګنده كړې چې هېواد به يې له روسيې سره تر راتلونكې اوونۍ د ګازو د نلليكې په ستونزه يوې موافقې ته ورسېږي. د اوكراين د انرژۍ وزير ولادمير داميشيشن هېله څرګنده كړې چې هېواد به يې له روسيې سره تر راتلونكې اوونۍ د ګازو د نلليكې په ستونزه يوې موافقې ته ورسېږي.
داميشيشن ټينګار كړى چې كييف غواړي د ژمي د موسم تر رارسېدو وړاندې په دې اړه يو حل راووځي: (( زموږ هڅې تر دې ځايه رارسېدلي چې هيله من يوو په راتلونكې يوه اوونۍ كې دننه مسئله حل او د موافقې اسناد لاسليك شي.))
روسيه او اوكراين له ډېره وخته د ګازو د نلليكې په اړه د اختلافاتو ښكار دي.


