ads

فرانسه كې غر ښوېدنه، ۷ مړه، ۱ ټپي

د فرانسې د الپس غرنۍ لړۍ غرونو په پيلوو سيمه كې پر اتو غر ختونكو د واورې د راښوېدنې په پېښه كې ۷ تنه مړه يو ټپي شوى دى. پېښه په ځايي وخت نن ۱۰ بجې د ايكرنز نومې  ۴ زره متره لوړې څوكې څخه د واورې ښوېيدنې له كبله رامنځته شوې ده. د فرانسې […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1394

د فرانسې د الپس غرنۍ لړۍ غرونو په پيلوو سيمه كې پر اتو غر ختونكو د واورې د راښوېدنې په پېښه كې ۷ تنه مړه يو ټپي شوى دى.
پېښه په ځايي وخت نن ۱۰ بجې د ايكرنز نومې  ۴ زره متره لوړې څوكې څخه د واورې ښوېيدنې له كبله رامنځته شوې ده. د فرانسې د الپس غرنۍ لړۍ غرونو په پيلوو سيمه كې پر اتو غر ختونكو د واورې د راښوېدنې په پېښه كې ۷ تنه مړه يو ټپي شوى دى.
پېښه په ځايي وخت نن ۱۰ بجې د ايكرنز نومې  ۴ زره متره لوړې څوكې څخه د واورې ښوېيدنې له كبله رامنځته شوې ده.
چارواكي وايي، په وژل شويو كې يو هم فرانسوي وګړى نه دى او ټول سيلانيان وو.
ژغورونكې ډلې په سيمه كې اوسمهال د دې لپاره پلټنې كوي چې چرته نور كسان هم په دې پېښه كې تر واورې لاندې وشوي نه وي.
په سيمه كې د پوليسو يو قومندان كرستين فليجيلا وايي، دغلته موسم لا هم د ژمي په څېر يخ دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA