ads

شمالي كوريه بيا يوه اټومي بټۍ فعاله كړه

شمالي كوريا د چين او جاپان له فشار راوړلو سره سره بيا هم د يانګ بيون اټومي ريكټر فعال كړى دى.چين او جاپان تر دې وړاندې له دغه هېواده غوښتي وو چې خپل اټومي فعاليت ودروي خو دغه هېواد د مؤقت وخت لپاره په دې اړه سر خوځولى و. شمالي كوريا د چين او جاپان […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1394

شمالي كوريا د چين او جاپان له فشار راوړلو سره سره بيا هم د يانګ بيون اټومي ريكټر فعال كړى دى.
چين او جاپان تر دې وړاندې له دغه هېواده غوښتي وو چې خپل اټومي فعاليت ودروي خو دغه هېواد د مؤقت وخت لپاره په دې اړه سر خوځولى و. شمالي كوريا د چين او جاپان له فشار راوړلو سره سره بيا هم د يانګ بيون اټومي ريكټر فعال كړى دى.
چين او جاپان تر دې وړاندې له دغه هېواده غوښتي وو چې خپل اټومي فعاليت ودروي خو دغه هېواد د مؤقت وخت لپاره په دې اړه سر خوځولى و.
اوس چې دا ريكټر بيا فعال شوى د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هونګ لي ويلي، شمالي کوریا باید سيمې ته د خطر متوجه كوونكى داسې کوم ګام پورته نه کړي: (( دا د سيمې لپاره يو خطر متوجه كوي او بايد سيمه وژغورل شي نه بايد په خطر كې واچول شي.))
شمالي کوریا یاد اتومي ریاکتور فعالیتونه په ۲۰۰۷ کال کې د بې وسلې کولو په بدل کې د مرستې په هدف  درولی وو، خو څو ورځې وړاندې يې وويل، مرسته ورسره نه ده شوې ځكه دغه ريكټر بېرته فعالوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA