ads

د حرم پېښه، بن لادن كمپنۍ تور ليست ته پرېوته

د سعودي عرب شاهي كورنۍ په حرم شريف كې د خرابو كرينونو د نصبولو له كبله د بن لادن كمپنۍ تور ليست ته واچوله.د عرب ټلويزيون په دې اړه خپور كړي راپور كې ويلي، د شاهي كورنۍ امر دى چې د سعودي عرب شاهي كورنۍ په حرم شريف كې د خرابو كرينونو د نصبولو له […]

نویسنده: TKG
25 وږی 1394

د سعودي عرب شاهي كورنۍ په حرم شريف كې د خرابو كرينونو د نصبولو له كبله د بن لادن كمپنۍ تور ليست ته واچوله.
د عرب ټلويزيون په دې اړه خپور كړي راپور كې ويلي، د شاهي كورنۍ امر دى چې

د سعودي عرب شاهي كورنۍ په حرم شريف كې د خرابو كرينونو د نصبولو له كبله د بن لادن كمپنۍ تور ليست ته واچوله.
د عرب ټلويزيون په دې اړه خپور كړي راپور كې ويلي، د شاهي كورنۍ امر دى چې د بن لادن كمپنۍ چلوونكي له دې وروسته له سعودي عرب څخه ممنوع الخروج دي او حكومت به له دغې كمپنۍ نه خپلې ټولې پروژې بېرته واخلي.
څو ورځې وړاندې د حرم شريف په انګړ د پراختيايي كارونو لپاره نصب شوى كرين د سخت توپان په وخت راپريوت او ۱۱۱ حاجيان ترې لاندې مړه شول.
سعودي حكومت په لومړنيو څېړنو كې ويلي، دا پېښه كومه دسيسه نه وه، بلكې د حرم د توسيع پروژه يې بن لادن كمپنۍ ته وركړې وه خو يادې كمپنۍ كرينونه په سم ډول نه وو نصب كړي.
سعودي حكومت ويلي، دوى به په پېښه كې د مړو شويو كسانو كورنيو ته د نفر په سر يو مليون ريال، ټپيانو ته به ۵ زره ريال وركړي او بن لادن كمپنۍ نه به هم د حرم د توسيع چارو قرارداد بېرته واخلي.
د يادونې ده چې سعودي حكومت تر دا مهاله خپلې ټولې دولتي پروژې د اسامه بن لادن د پلار كمپنۍ ته وركولې چې په سعودي كې يې هېڅ سياله تعميراتي كمپنۍ نه لرله.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA