د كركټ بورډ رئيس نسيم الله دانش د بهرنيو چارو وزارت ته شكايت كړى چې يو شمېر غير رسمي كسانو سره يې د كركټ بورډ په نوم بهرنيو سفرونو او د پاسپورټ برخه كې مرسته كړې ده . د كركټ بورډ رئيس نسيم الله دانش د بهرنيو چارو وزارت ته شكايت كړى چې يو شمېر غير رسمي كسانو سره يې د كركټ بورډ په نوم بهرنيو سفرونو او د پاسپورټ برخه كې مرسته كړې ده .
د كركټ بورډ لخوا كليد ته راستولې خبرپاڼه كاږي، نسيم الله دانش دا خبره د بهرنيو چارو وزارت له سياسي مرستيال حكمت خليل كرزي سره نن د يوې ليدنې په ترڅ كې كړې ده.
سرچينه وايي، نسيم دانش، حكمت خليل كرزى د كركټ بورډ فعال غړى وباله او اندېښنه يې ور رسولې چې ځينو غیر رسمي کسانو څو وارې د کرکټ لوبډلې په نوم د بهرنیو چارو له وزارت څخه دولتي پاسپورتونه او د بهرنیو هیوادونو سفرونو په برخه کې مرستې ترلاسه کړې دي.
د سرچينې په قول، دانش له حکمت خلیل کرزي سره د نوروز منګل او شاپور ځدراڼ د عربي متحده اماراتو د ویزو په برخه کې د ستونزې راپورته كېدو مسئله هم شريكه كړې ورته يې ويلي، له څلورو مياشتو راهيسې دغو لوبغاړو ته د ويزو ستونزه پيدا شوې او لا هم نه ده حل شوې.
په ليدنه كې د كركټ بورډ اجرائيوي رئيس شفيق الله ستانكزي هم له حكمت خليل كرزي نه غوښتي چې په عربي اماراتو كې د افغان لوبډلې د راتلونكو لوبو لپاره لوبغاړو ته د شپږ مياشتنيو ويزو په وركړه كې مرسته وكړي.
بلخوا د بهرنیو چارو سیاسي معین ښاغلي حکمت خلیل کرزي د کرکټ بورډ وروستۍ لاسته راوړنې ستايلي او د ستونزو د حل په برخه كې يې ډاډ وركړى دى.


