ads

انګار: د غزني له زندانه تښتېدلي ايله ۳ بنديان نيول شوي

د غزني امنيه قومندانۍ د دغه ولايت له مركزي زندانه د تښتېدليو ۳۵۶ سياسي بنديانو د بيا پيدا كولو په عملياتو كې ۳ تنه بېرته نيولي دي.د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي، د پېښې په اړه يې له امنيتي مسوولينو هم پلټنې روانې دي د غزني امنيه قومندانۍ د دغه […]

نویسنده: The Killid Group
24 وږی 1394

د غزني امنيه قومندانۍ د دغه ولايت له مركزي زندانه د تښتېدليو ۳۵۶ سياسي بنديانو د بيا پيدا كولو په عملياتو كې ۳ تنه بېرته نيولي دي.
د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي، د پېښې په اړه يې له امنيتي مسوولينو هم پلټنې روانې دي

د غزني امنيه قومندانۍ د دغه ولايت له مركزي زندانه د تښتېدليو ۳۵۶ سياسي بنديانو د بيا پيدا كولو په عملياتو كې ۳ تنه بېرته نيولي دي.
د دې ولايت امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي، د پېښې په اړه يې له امنيتي مسوولينو هم پلټنې روانې دي او دامهال د زندان مشر له څو نورو منسوبينو سره تر نظارت لاندې دى: (( له پرون راهيسې د تښتېدليو زندانيانو د پيدا كولو په عملياتو كې تر اوسه ۳ تنه بېرته نيول شوي دي، خو زموږ جدي پلټنې لا هم روانې دي.))
امنيه قومندان زياته كړه، پر زندان د بريد په اړه ورته مخكې له مخكې هېڅ ارګان راپور نه و وركړى.
انګار د بريد په اړه د غزني د ولايتي شورا مشر او نورو غړو تورونه هم بې اساسه بللي چې ويلي يې وو، امنيه قومندانۍ او  امنيتي څواكونو د بريد په شنډولو په برخه كې غلفت كړى دى: (( دا له وخته مخكې او ناسم قضاوت دى.))
د يادونې وړ ده چې وړمه شپه د غزني پر مركزي زندان ډله ييز وسله وال بريد كې د ۱۴۸ مهمو سياسي بنديانو تر څنګ ۳۵۶ بنديان وتښتېدل.
په بريد كې ۵ بريدګر، ۴ امنيتي سرتېري او دوه زندانيان وژل شوي خو ۴ نور امنيتي سرتېري ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA