د روغتيا نړيوال سازمان د مكې مكرمې حجاجو ته لارښوونه كړې چې د حج د مراسمو پر مهال د ميرس ويروس د خپرېدو د مخنيوي په هدف ځينې كلك احتياطي اقدامات پخپله ترسره كړي. د روغتيا نړيوال سازمان د مكې مكرمې حجاجو ته لارښوونه كړې چې د حج د مراسمو پر مهال د ميرس ويروس د خپرېدو د مخنيوي په هدف ځينې كلك احتياطي اقدامات پخپله ترسره كړي.
مډل ايسټ ريسپايريټري سنډروم يا ميرس ويروس په ۲۰۱۲ كې سعودي ته تللي ګڼ حاجيان ووژل او اوس هم د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې د دغې ناروغۍ خطر لا كم شوى نه دى.
دغه سازمان وېره ښودلې چې كه دا وار د حاجيانو د بې احتياطۍ له كبله ميرس ويروس راپورته شي، نو خپلو خپلو هېوادونو ته په ستنېدو به حاجيان دا ناروغي ګڼو خلكو ته انتقال كړي.
ډبليو ايچ او ادارې په دې اړه يوه اعلاميه كې له حاجيانو غوښتي كه د حج د مراسمو په شپو ورځو كې يې كوم ملګرى په زكام اخته وي، نو ځان دې ترې وساتي او سمدواره دى د مكې مكرمې پوليسو ته خبر وركړي.
دوى همدا راز ويلي، حاجيان بايد اوښانو ته له ورنږدې كېدو هم ځان وساتي، ځكه تر اوسه دغه ويروس يوازې په اوښانو كې كشف شوى او درې كاله وړاندې هم دغه ناروغي له اوښانو څخه خپره شوې وه.
ډبليو ايچ او سازمان ويلي، ميرس ويروس د انسان بدن ته له رسېدو سره سم دوه اوونۍ ارام كوي خو له هغې وروسته كېداى شي انسان په سخت زكام او نزله اخته كړي.
ياد سازمان سپارښتنه كړې چې د شكرې، پښتورګو ناروغان او د بدن د كمزوري دفاعي سيسټم لرونكي حاجيان دې په دې برخه كې زيات احتياط وكړي او د حج د مراسمو پر مهال دې د نړيوال روغتيايي سازمان لخوا نږدې جوړو شويو صحي كمپونو كې دې پرله پسې معاينه وكړي، ځكه دا ناروغي اول په همدغسې كسانو حمله كوي.
د روغتيا نړيوال سازمان حاجيانو ته د ميرس ناروغۍ په اړه د احتياط خبردارى په داسې حال كې وركوي چې په تېرو دوه كلونو كې د حج په مراسمو كې د ميرس ويروس هېڅ نښه پيدا نه شوه، خو په دې وروستيو كې يې جنوبي كوريا تر ټولو سخته وځپله.
تر اوسه په ټوله نړۍ كې د ميرس ۱۵۰۰ پېښې ثبت شوي او نړيوال سازمان په دې ناروغۍ د مړينو شمېره ۵۰۰ ښودلې ده چې ۷۵ فيصده مرګونه يې په سعودي عربستان كې رامنځته كړي دي.
په دې وروستيو كې جنوبي كوريا هم د ميرس ۱۸۵ ناروغان تثبيت كړي چې ۳۶ يې د تداوۍ پر مهال مړه شوي دي.


