ads

مليكم ټرنبل د اسټراليا نوى صدراعظم شو

په اسټراليا كې ميلكم ټرنبل خپل ګوندي سيال ټوني ايبټ ته په ټاكنو كې له ماتې وركولو وروسته نن د صدراعظمۍ سوګند پورته كوي.ميلكم ټرنبل په تېرو دوه كلونو كې د اسټراليا څلورم صدراعظم دى چې انتخابېږي. په اسټراليا كې ميلكم ټرنبل خپل ګوندي سيال ټوني ايبټ ته په ټاكنو كې له ماتې وركولو وروسته […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1394

په اسټراليا كې ميلكم ټرنبل خپل ګوندي سيال ټوني ايبټ ته په ټاكنو كې له ماتې وركولو وروسته نن د صدراعظمۍ سوګند پورته كوي.
ميلكم ټرنبل په تېرو دوه كلونو كې د اسټراليا څلورم صدراعظم دى چې انتخابېږي. په اسټراليا كې ميلكم ټرنبل خپل ګوندي سيال ټوني ايبټ ته په ټاكنو كې له ماتې وركولو وروسته نن د صدراعظمۍ سوګند پورته كوي.
ميلكم ټرنبل په تېرو دوه كلونو كې د اسټراليا څلورم صدراعظم دى چې انتخابېږي.
نوموړى د لرې شوي صدراعظم ټوني ايبټ په كابينه كې له ۲۰۱۳ كال راهيسې د مواصلاتو وزير و، خو په دې وروستيو كې د ګوند په خپلمنځي انتخاباتو كې د ټوني ايبټ پر خلاف راپورته او د قانوني مودې له پوره كولو مخكې يې هغه د خپلې دندې پرېښودو ته اړ كړ.
نوى اسټرالوي صدراعظم مليكم ټرنبل وايي، په راتلونكو څو مياشتو كې به ټول هغه بنسټونه له سره ورغوي چې تېرو حكومتونو يې ساتنه نه وه كړې، خو د اسټراليا د پرمختګ ضمانت يې وركولاى شواى.
كه ستونزه پېښه نه شوه ټرنبل به د خپل ګوند د حكومت مودې تر پايه پورې يعنې د راروان ۲۰۱۶ كال په شپږمه مياشت د انتخاباتو تر ورځې واكمن  وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA