ads

سپين غر لوبډلې بند امير مات كړ

د الکوزي احمدشاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې سپين غر لوبډله پر بند امير لوبډلې برلاسې شوه.دغه سيالي، چې د خوست په سيمه ييز لوبغالي کې ترسره شوه؛ پچه يې د بند امير لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وکړه. د الکوزي احمدشاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې سپين غر […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1394

د الکوزي احمدشاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې سپين غر لوبډله پر بند امير لوبډلې برلاسې شوه.
دغه سيالي، چې د خوست په سيمه ييز لوبغالي کې ترسره شوه؛ پچه يې د بند امير لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وکړه. د الکوزي احمدشاه بابا څلور ورځنيو سياليو په لړ کې سپين غر لوبډله پر بند امير لوبډلې برلاسې شوه.
دغه سيالي، چې د خوست په سيمه ييز لوبغالي کې ترسره شوه؛ پچه يې د بند امير لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېكړه يې وکړه.
بندامير لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۵ منډې جوړې کړې، خو سپين غر لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۱۶ منډې جوړې او د ۱۶۱ منډو په توپير له بند امير لوبډلې مخکې شوه.
بند امير لوبډلې د خپلې توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۷ منډې جوړې کړې او سپين غر لوبډلې ته يې د ۸۶ منډو هدف ورکړ، خو سپين غر لوبډلې ورکړل شوى هدف د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره بشپړ کړ او لوبه يې وګټله.
شبير نوري د سيالۍ غوره لوبغاړى ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه د دغو سياليو له بهير څخه د غوره لوبغاړو رابرسيرن کېدل په هېواد کې د کرکټ روښانه راتلونکې لپاره خورا ګټور بولي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA