ads

د ملا عمر زوى: پلار مې په خپل مرګ مړ شوى

د وسله والو طالبانو د تحريك د پخواني مشر ملا عمر مشر زوى ملا يعقوب په يو خپاره كړي غږيز پيغام كې د خپل پلار د پلان شوې وژنې په اړه ټول خبرونه رد كړي او ويلي يې دي، نوموړى په كومه دسيسه كې نه بلكې په خپل طبيعي مرګ مړ شوى دى. د وسله […]

نویسنده: TKG
24 وږی 1394

د وسله والو طالبانو د تحريك د پخواني مشر ملا عمر مشر زوى ملا يعقوب په يو خپاره كړي غږيز پيغام كې د خپل پلار د پلان شوې وژنې په اړه ټول خبرونه رد كړي او ويلي يې دي، نوموړى په كومه دسيسه كې نه بلكې په خپل طبيعي مرګ مړ شوى دى.

د وسله والو طالبانو د تحريك د پخواني مشر ملا عمر مشر زوى ملا يعقوب په يو خپاره كړي غږيز پيغام كې د خپل پلار د پلان شوې وژنې په اړه ټول خبرونه رد كړي او ويلي يې دي، نوموړى په كومه دسيسه كې نه بلكې په خپل طبيعي مرګ مړ شوى دى.
پاكستاني اكسپرس نيوز اژانس په دې اړه د ملا يعقوب د يو غږيز پيغام حواله وركړې او په كې يې د ملا يعقوب له قوله ويلي، ملا عمر به د خپل عمر په وروستيو كې هره ورځ ناروغه او  ډاكټرانو هم ليدلى و خو په وينا يې دا وېره يې لرله چې هغه د تور زيړي په وژونكي ډول ((هيپاټايټس سي)) ناروغۍ باندې اخته و.
اكسپرس ورځپاڼې د ملا يعقوب له قوله ليكلي چې ملا عمر په افغانستان كې ښخ شوى او تر خپل مرګ د مخه يې هېڅوك هم ځاى ناستى نه دى ټاكلى.
دا په داسې حال كې ده چې تر دې وړاندې د فدايي محاذ په نامه د طالبانو يوې انشعابي ډلې په خپل ويبسايټ كې ادعا كړې وه چې ملا عمر دوه كاله وړاندې په يوه دسيسه كې وژل شوى دى.
افغان حكومت هم په دې اړه ويلي وو چې ملا عمر دوه كاله وړاندې د كراچۍ په يو روغتون كې مړ شوى، خو طالبانو د روان كال د جولاى په ۳۰مه تاييد كړه چې ملا  عمر د ۲۰۱۳ كال د اپريل په ۲۳مه د ناروغۍ له كبله مړ شوى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA