د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د ځنګله د اور لګېدو له كبله شاوخوا ۴۰۰ كورونه سوځېدلي او سلګونه كورنۍ له سيمې څخه كډه كېدو ته اړ شوې دي.
چارواكي تر اوسه په پېښه كې د يوې ښځې د مړينې خبر وركوي. د امريكا په كليفورنيا ايالت كې د ځنګله د اور لګېدو له كبله شاوخوا ۴۰۰ كورونه سوځېدلي او سلګونه كورنۍ له سيمې څخه كډه كېدو ته اړ شوې دي.
چارواكي تر اوسه په پېښه كې د يوې ښځې د مړينې خبر وركوي.
د چارواكو له قوله، اور لګېدنې سل زره هكټاره ځمكه په لمن كې اخستې او كره تلفات به له اور وژنې وروسته په ډاګه كړي.
د كليفورنيا امنيتي مسوولين وايي، په سيمه كې يې ګڼو كورنيو ته د ممكنه خطر د مخنيوي په هدف خبردارى وركړى چې په وخت له خپلو كورونو ووځي.
ويل كېږي، دا مهال زرګونه كورنۍ د اور له ضرره د ځان ژغورلو په هدف له خپلو كورونو څخه د تېښتې تابيا نيسي.


