د كركټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د كركټ يو ورځنيو لوبو تازه درجه بندي اعلان كړه.
په دې درجه بندۍ كې د جنوبي افريقا له لوبډلې تكړه توپ اچوونكى عمران طاهر لومړى مقام خپل كړى.
د كركټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د كركټ يو ورځنيو لوبو تازه درجه بندي اعلان كړه.
په دې درجه بندۍ كې د جنوبي افريقا له لوبډلې تكړه توپ اچوونكى عمران طاهر لومړى مقام خپل كړى.
د انګلينډ اوين مورګن په كې يوويشتم مقام ته غورځېدلى، په دې ليست كې پاكستاني لوبغاړي محمد حفيظ او احمد شهزاد په كې په ۲۶ او ۲۸ مقام او جيمز ټيلر په كې په ۲۹م مقام ولاړ دى.
دا ليست ښيي چې د توپ اچونې په برخه كې مچل سټارك له لومړي مقام څخه دوهم ته غورځېدلى، لومړى مقام ترې عمران طاهر نيولى، څلورم مقام محمد حفيظ او ګلين ميكسويل بيا پنځم مقام ته رارسېدلى دى.
د ليست په لومړنيو شلو بالرانو كې درې تنه پاكستانيان دي، كوم افغان لوبغاړى د ليست په لومړيو شلو لوبغاړو كې نه ليدل كېږي.


