داعش ډلې د عراق په شمالي موصل ښار كې فرمان صادر كړى چې كه څوك د ږيرې په خريلو ونيول شي، نو د مرګ سزا به وركړل شي.
العربيه ټلويزيون د يو راپور پر بنسټ د موصل د خلكو له قوله ويلي، داعش تر دې وړاندې د ږيرې په خريلو يا كمولو د درو سزا ټاكلې وه داعش ډلې د عراق په شمالي موصل ښار كې فرمان صادر كړى چې كه څوك د ږيرې په خريلو ونيول شي، نو د مرګ سزا به وركړل شي.
العربيه ټلويزيون د يو راپور پر بنسټ د موصل د خلكو له قوله ويلي، داعش تر دې وړاندې د ږيرې په خريلو يا كمولو د درو سزا ټاكلې وه خو اوس يې اعلان كړى چې هر څوك په دې كار ونيول شي وبه وژل شي.
العربيه چينل وايي، داعش د حكم په توګه د موصل په ټولو خلكو بروشرونه ويشلي چې په كې ويل شوي له دې وروسته نه څوك ږيره كمولى شي نه يې هم خريلى شي خو كه هر څوك ونيول شي، سر به يې غوڅ كړاى شي.
دا په داسې حال كې ده چې د روسيې يو خبري اژانس هم ويلي چې داعش په موصل كې لومړى د ږيرې خريلو لپاره د درو سزا ټاكلې وه، خو له دې وروسته به په دغه كار نيول شوي كسان ووژني.


