ads

په سوريه او عراق کې ۶۲ داعشيان وژل شوي

په سوريه او عراق کې د داعش وسله والې ډلې په ضد د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو تازه بريدونو کې ۶۲ داعشيان وژلي دي.د رپوټونو له مخې، په دغو هوايي بريدونو کې، چې پرون ترسره شوي دي؛ د داعش پوځي مرکزونه، زغره وال موټر، د وسلو ډيپوګانې او ودانۍ په نښه شوي دي. په […]

نویسنده: TKG
23 وږی 1394
په سوريه او عراق کې ۶۲ داعشيان وژل شوي

په سوريه او عراق کې د داعش وسله والې ډلې په ضد د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو تازه بريدونو کې ۶۲ داعشيان وژلي دي.
د رپوټونو له مخې، په دغو هوايي بريدونو کې، چې پرون ترسره شوي دي؛ د داعش پوځي مرکزونه، زغره وال موټر، د وسلو ډيپوګانې او ودانۍ په نښه شوي دي.

د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو ويلي، چې ۲۵ بريدونه په عراق او درې په سوريه کې ترسره شوي دي.
له تېر يو کال راهيسې په عراق او سوريه کې د امريکا په مشرۍ د ايتلافي ځواکونو په هوايي بريدونو کې تر اوسه د داعش وسله والو د سلګونه کسانو د مرګ ژوبلې پخلى شوى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA