ads

پاكستان كې ځانمرګي بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د ځانمرګي بريد له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګى بريد تېره شپه اووه نيمې بجې د ملتان ښار په وهاړي څلور لارې کې ترسره شوى، چې له كبله يې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۹ نور […]

نویسنده: TKG
23 وږی 1394
پاكستان كې ځانمرګي بريد لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د ځانمرګي بريد له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګى بريد تېره شپه اووه نيمې بجې د ملتان ښار په وهاړي څلور لارې کې ترسره شوى، چې له كبله يې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپيان شوي دي. د پاکستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې د ځانمرګي بريد له كبله لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پاکستاني رسنيو د چارواکو له قوله ويلي، ځانمرګى بريد تېره شپه اووه نيمې بجې د ملتان ښار په وهاړي څلور لارې کې ترسره شوى، چې له كبله يې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۹ نور ټپيان شوي دي.
په وژل شويو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د ملتان ځايي پوليس وايي، په دغه ځانمرګي بريد کې شاوخوا ودانيو ته هم سخت زيان اوښتى او يو شمېر موټرونه هم په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د شلو ټپيانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوى دى.
يو سيمه ييز ځايي پوليس افسر ذاهد ګوندل ويلي، د پېښې له ځايه يې د دوو شکمنو تنو جسدونه موندلي، چې ښايي يو يې ځانمرګى بريد كوونكى او بل يې همکار وي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې نه دى منلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA