ads

په مصر كې ۶۶ وسله وال وژل شوي

د مصر په سينا دښته کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ۶۶ وسله وال وژل شوي دي.فارس خبري اژانس د مصر پوځي چارواکو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې د دغه هېواد پوځيانو د سينا په العريش سيمه کې د داعش وسله والې ډلې په ضد عمليات تر سره کړي، […]

نویسنده: TKG
22 وږی 1394

د مصر په سينا دښته کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ۶۶ وسله وال وژل شوي دي.
فارس خبري اژانس د مصر پوځي چارواکو له قوله په خپور کړي رپوټ کې ويلي، چې د دغه هېواد پوځيانو د سينا په العريش سيمه کې د داعش وسله والې ډلې په ضد عمليات تر سره کړي، چې ترې وروسته نښته را منځته شوې او له كبله يې دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

مصري پوځيانو دغه راز په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې له تېرې يکشنبې ورځې راهيسې عملياتو کې ۲۹۶ ترهګر او  ۸ سرتېري وژل شوي دي.
د محمد مرسي واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د مصر سينا دښته د مرګونو نښتو شاهده ده، چې له كبله يې وسله والو او حکومتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA