ads

مكه مكرمه كې د كرېن لوېدو له كبله سلګونو حاجيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار په حرم شريف کې د کرېن لوېدو له کبله سلګونو حاجيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.دا پېښه پرون ماښام مهال په داسې حال کې رامنځته شوې ده، چې په حرم شريف کې د پراختيا لپاره ودانيزې چارې روانې وې. د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار په حرم […]

نویسنده: TKG
21 وږی 1394

د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار په حرم شريف کې د کرېن لوېدو له کبله سلګونو حاجيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه پرون ماښام مهال په داسې حال کې رامنځته شوې ده، چې په حرم شريف کې د پراختيا لپاره ودانيزې چارې روانې وې. د سعودي عربستان د مکې مکرمې ښار په حرم شريف کې د کرېن لوېدو له کبله سلګونو حاجيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا پېښه پرون ماښام مهال په داسې حال کې رامنځته شوې ده، چې په حرم شريف کې د پراختيا لپاره ودانيزې چارې روانې وې.
رپوټونه وايي، د دې کارونو په مهال يو (کرېن) پر لمونځ کوونکو غورځېدلی، چې د وروستيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې ۱۰۷ تنه مړه او ۲۳۰ نور ټپيان شوي دي.
په مکه مکرمه کې د يو پوهنتون استاد سيد مستقيم شاه وايي، چې په مړو شويو حاجيانو کې ۳۵ د بنګله دېش، ۱۰ د هند او په ټپيانو کې شاوخوا لس پنځلس حاجيان د پاکستان ښودل شوي دي، خو تر اوسه د نورو د پېژندنې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د سيد مستقيم شاه په خبره، له تېرو څو ورځو راهيسې په سعودي عربستان کې د سخت باد او باران  له كبله د سعودي چارواکو لخوا خلکو ته د احتياطي تدابيرو د نيولو امر شوی و.
دا مهال لا له وړاندې نيږدې يو ميليون حاجيان د حج مراسمو په هدف سعودي عربستان ته رسېدلي دي او پاتې سلګونه زره نور به په څو ورځو کې دغه هېواد ته ورسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA