د پاکستان د پايتخت اسلام اباد ښار د ترهګرۍ ضد يوې محکمې پرون په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د مختلفو محکمو د قاضيانو په کور کې د نظر بند کولو په علت د پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف د نيولو حکم ورکړ.
د پاکستان د پايتخت اسلام اباد ښار د ترهګرۍ ضد يوې محکمې پرون په ۲۰۰۷ ميلادي کال کې د مختلفو محکمو د قاضيانو په کور کې د نظر بند کولو په علت د پخواني جمهور رئيس پروېز مشرف د نيولو حکم ورکړ.
محکمې له مسوولو چارواکو غوښتي دي، چې پخوانی جمهور رئيس پروېز مشرف ونيسي او هغه د اکتوبر مياشتې په لومړۍ نېټه دغې محکمې ته حاضر کړي .
مشرف مخکې د ترهګرۍ ضد محکمې کې د نه حاضرېدو علت د هغه ناروغي بللې وه .
د پاکستان پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د ۲۰۰۷ ميلادي کال د نومبر په درېيمه نېټه اساسي قانون وځنډوه او په هېواد کې يې بېړنی حالت اعلان کړی و .
هغه دغه راز د پاکستان د سترې محکمې د قاضيانو او د څلورو ايالتونو د لوړو محکمو د قاضيانو د نظر بند کولو حکم ورکړ، چې په محکمې کې د دغو قاضيانو د شتون مخه ونيسي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


