ads

راحيل شريف: هر راز کورني او بهرني ګواښ ته چمتو يو

د پاکستان لوی درستيز وايي، پوځ يې چمتو دی، چې هر راز کورني او بهرني ګواښ ته سخت ځواب ووايي. جنرال راحيل شريف نن د سپټمبر شپږمې هند سره د خپل هېواد جګړې د پنځوسمې کليزې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ويلي، چې سرتېرو يې د پاکستان لوی درستيز وايي، پوځ يې چمتو […]

نویسنده: TKG
15 وږی 1394
راحيل شريف: هر راز کورني او بهرني ګواښ ته چمتو يو

د پاکستان لوی درستيز وايي، پوځ يې چمتو دی، چې هر راز کورني او بهرني ګواښ ته سخت ځواب ووايي. جنرال راحيل شريف نن د سپټمبر شپږمې هند سره د خپل هېواد جګړې د پنځوسمې کليزې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ويلي، چې سرتېرو يې

د پاکستان لوی درستيز وايي، پوځ يې چمتو دی، چې هر راز کورني او بهرني ګواښ ته سخت ځواب ووايي.

جنرال راحيل شريف نن د سپټمبر شپږمې هند سره د خپل هېواد جګړې د پنځوسمې کليزې په مناسبت په خپور کړي پيغام کې ويلي، چې سرتېرو يې پنځوس کاله وړاندې د زياتو قربانيو ورکولو سره هندي ځواکونو ته ماتې ورکړه او اوس يې هم ځواکونه هر راز ګواښ ته چمتو دي.

نوموړي په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات هم بريالي وبلل او يادونه يې وکړه، چې ياد عمليات يې په وروستيو پړاوونو کې دي.

د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف زياته کړه، تر هغې به خپلو عملياتو ته دوام ورکوي، چې يو ترهګر يې هم په هېواد کې پاتې وي.

پنځوس کاله وړاندې په ۱۹۶۵ کال کې د کشمير په لانجمنه سيمه د هند او پاکستان په جګړه کې دواړو غاړو ته زرګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي وو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA