د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي سيال سره په ټليفوني تماس کې خبرداری ورکړی، چې که په سوريه کې د روسي پوځيانو د ځای پر ځای کېدو خبر رښتيا وي، د ايتلاف ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل روسي سيال سره په ټليفوني تماس کې خبرداری ورکړی، چې که په سوريه کې د روسي پوځيانو د ځای پر ځای کېدو خبر رښتيا وي، د ايتلاف ځواکونو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت پرون ناوخته په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له خپل امريکايي سيال جان کېري سره د سوريې بحران په اړه ټيليفوني خبرې کړې دي.
تر دې لږ وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه خپره کړې اعلاميه کې د دواړو مشرانو د ټيليفوني خبرو د جزياتو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړي دي.
په اعلاميه کې راغلي، چې په سوريه کې د روسي سرتېرو د شتوالي په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزير خپله کلکه اندېښنه ښکاره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر اسراييلي رسنيو په سوريه کې د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو رپوټونه خپاره کړل.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

