د اتريش پوليس وايي، په يوه سرپټې لارۍ کې يې ۲۴ افغانان په داسې حال کې وموندل، چې نږدې و د هوا د نه وررسېدو له کبله يې ساوې بندې شي.
دوی پرون وويل، دا لارۍ يې د سې شنبې په شپه موندلې او د ژغورل شويو کسانو عمرونه له ۱۶ تر ۱۷ کلونو دي.

د اتريش د پوليسو وياند توماس کيبلينجر وايي، په لارۍ کې سپاره کسان په داسې حال کې وژغورل شول، چې پر يو بل ناست وو او د دروازې د خلاصولو امکان يې نه درلود.
د اتريش د دولتي اژانس د رپوټ له مخې، د لارۍ چلوونکی تښتېدلی و، خو وروسته د پوليسو لخوا ونيول شو.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ مخکې پوليسو په اتريش کې په يوه يخچالي لارۍ کې د ۷۱ پناه غوښتونکو مړي، چې د سوريې اتباع وو، وموندل.
اروپا ته سږ کال پناه غوښتونکو په داسې ډول مخه کړې، چې تر دې پخوا يې ساری نه و ليدل شوی.