او نور

775
۱۱ وږی ۱۳۹۴

زده كړه د پرمختګ يوازينۍ لار


كه څه هم د سواد زده كړه د هر وګړي لپاره ضروري ده او دا يوه عامه وينا ده چې كه يو نارينه باسواده شي؛ يو وګړى باسواد شوى، خو كه يوه ښځه باسواده شي؛ يوه كورنۍ باسواده شوې ده، نو ځكه د پوهنې وزارت هم بايد د ښځو باسواده كېدو ته زياته پاملرنه وكړي.

كه څه هم د سواد زده كړه د هر وګړي لپاره ضروري ده او دا يوه عامه وينا ده چې كه يو نارينه باسواده شي؛ يو وګړى باسواد شوى، خو كه يوه ښځه باسواده شي؛ يوه كورنۍ باسواده شوې ده، نو ځكه د پوهنې وزارت هم بايد د ښځو باسواده كېدو ته زياته پاملرنه وكړي.

شمېرې ښيې چې لا هم زموږ په هېواد كې ۶۰ سلنه وګړي د سواد له نعمته بې برخې دي، خو د ښځو د بې سوادۍ كچه ۹۰ سلنه ده، ځكه د ښځو د زده كړې په لار كې بېلابېل خنډونه لكه نا امني، د ټولنې ناوړه دود او دستور او اقتصادي ستونزې پرتې دي.

د امير حبيب الله خان په دوره كې د ښوونكو د روزنې لومړنی ابتدايي مركز په ۱۲۹۱ لمريز كال كې جوړ شو. په دې مركز كې ۸۰ تنو زده كړه كوله او ۶۵ تنه يې هغه كسان وو چې ليك لوست يې په سنتي ډول په جوماتونو او له كورنيو ښوونكو څخه زده كړی و. دغه ۶۵ تنه له دوه كلنې زده كړې وروسته له دې مركز څخه فارغ شول.

امير امان الله خان د لومړي ځل لپاره د سواد زده كړې كورسونه د “اكابر” په نوم د دولت تر نظر لاندې په كابل كې پرانيستل او ورته يې ځانګړې پاملرنه لرله. په دغو كورسونو كې به زده كړې په غږيزه بڼه پر مخ وړل كېدې او په دې ډول به نالوستو كسانو په ډېرې آسانۍ سره ليك لوست زده كاوه. دا چې دا پروګرام د غازي امان الله خان تر نظر لاندې پر مخ وړل كېده، نو د “صوت غازي ” په نوم يادېده.

د امان الله خان په دوره كې د افغانستان لومړنی اساسي قانون تصويب شو چې په كې زده كړه د ټولو افغان ماشومانو لپاره جبري، وړيا او د سواد زده كړه هم په اجباري ډول اعلان شوه.

د پوهنې وزارت چارواكي وايي، اوس هم  د سواد زده كړې په پروګرامونو كې زيات ټينګار د ښځو په باسواده كولو باندې دى.

د پوهنې وزارت د سواد زده كړې معينيت د ښوونكو د روزنې د چارواکو په وینا، د جايكا موسسې په مرسته يې د ښځو لپاره د كابل ښار په هره  يوه سيمه كې د زده كړې سيمه ييز مركزونه پرانيستي دي چې له يوې خوا ښځې په دې مركزونو كې سواد او له بلې خوا يوه حرفه زده كوي.

د پوهنې وزارت په خبره، اوسمهال په ټول هېواد كې د سواد زده كړې ۲۷ زره كورسونه شته چې  د ۱۵ زرو ښوونكو له خوا پر مخ وړل كېږي او د كابل ښاريانو د غوښتنو پر بنسټ زيات شمېر كورسونه په كابل ښار كې فعاله دي.

په هېواد كې د سواد زده كړې بهير هم د نورو برخو په څېر د بودجې د كموالي له ستونزې سره مخ دى او  پوهنې وزارت د سواد زده كړې معينيت نشي كولاى د كورسونو د جوړولو لپاره د خلكو غوښتنو ته ځواب ووايي.

له سواد زده كړې څخه ملاتړ په حقيقت كې په هېواد كې له سولې څخه ملاتړ او د بشري حقونو تامينول دي، ځكه لوستي وګړي د سولې او ثبات ملاتړي دي.

د ليك او لوست مهارت په لرلو سره د يوې ټولنې وګړي كولای شي چې په آسانۍ سره په هېواد كې سوله ټينګه كړي، كاري فرصتونه رامنځته كړي او د ډيموكراسۍ او پرمختګ اوږد مهاله لارې ولټوي.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *