ads

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې عربستان ته ستره ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، سعودي عربستان ته هم ستره ماتې ورکړه.   د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په […]

نویسنده: TKG
10 وږی 1394
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې عربستان ته ستره ماتې وركړه

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، سعودي عربستان ته هم ستره ماتې ورکړه.

 

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، سعودي عربستان ته هم ستره ماتې ورکړه.

د نننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه د عربستان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.

دې لوبډلې په ۳۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۷ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنې لوبډلې ته يې ۱۵۸ منډې هدف وټاکه.

افغان توپ وهونکو ورکړل شوی هدف په ۱۶ اعشاريه ۵ اورونو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سعودي عربستان ته يې په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

حضرت الله د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو، هغه ۹۸ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې تر دې وړاندې متحده عربي اماراتو، نيپال او کويت ته هم سترې ماتې ورکړې وې.

د اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ غوره ليګ پنځوس اوريزې سيالۍ د تېرې جمعې په ورځ د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور ښار کې پيل شوې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA