چين نوې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې ده، چې ۳۰ ساعته په هوا کې الوت کولی شي. چينايي رسنۍ وايي، د ريمبو پنځه په نوم دې بې پيلوټه الوتکې لومړنۍ کاميابه ازمايښتي الوتنه هم ترسره کړې ده.
چين نوې بې پيلوټه الوتکه جوړه کړې ده، چې ۳۰ ساعته په هوا کې الوت کولی شي.
چينايي رسنۍ وايي، د ريمبو پنځه په نوم دې بې پيلوټه الوتکې لومړنۍ کاميابه ازمايښتي الوتنه هم ترسره کړې ده.
چينايي چارواکو ويلي، چې ياده الوتکه تر ټولو لويه ډرون الوتکه ده، چې د جاسوسۍ تر څنګ د توغنديو د توغولو وړتيا هم لري.
ويل کېږي ياده الوتکه ۹۰۰ کيلو ګرام وزني بم هم انتقالولی او په فضا کې پرته له کومې ستونزې ۳۰ ساعته پاتې کېدلی شي.
چين غواړي د وسلو په سيالۍ کې له روس او امريکا سره ځان نيږدې کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


