ads

په کاري چاپېریال کې جنسي ځورونې

د څېړونو پراختیا موسسې په كاري چاپېريال كې د ښځو د جنسي ځورونې، د عواملو، پايلو او ورسره د مبارزې پر لارو چارو یوه سروې ترسره کړې ده. د دغې سروې له مخې دا مهال په ټول هېواد كې ۶۵ په سلو کې مېرمنې په دولتي او خصوصي دفترونو كې د جنسي ځورونې ښكار شوې […]

نویسنده: TKG
9 وږی 1394
په کاري چاپېریال کې جنسي ځورونې

د څېړونو پراختیا موسسې په كاري چاپېريال كې د ښځو د جنسي ځورونې، د عواملو، پايلو او ورسره د مبارزې پر لارو چارو یوه سروې ترسره کړې ده. د دغې سروې له مخې دا مهال په ټول هېواد كې ۶۵ په سلو کې مېرمنې په دولتي او خصوصي دفترونو كې د جنسي ځورونې ښكار شوې دي.

د څېړونو پراختیا موسسې په كاري چاپېريال كې د ښځو د جنسي ځورونې، د عواملو، پايلو او ورسره د مبارزې پر لارو چارو یوه سروې ترسره کړې ده. د دغې سروې له مخې دا مهال په ټول هېواد كې ۶۵ په سلو کې مېرمنې په دولتي او خصوصي دفترونو كې د جنسي ځورونې ښكار شوې دي.

دا سروې چې په شمالي ولايتونو بغلان، بلخ، سمنګان او جوزجان كې له ۲۰۰ مېرمنو سره د پوښتنو او ځوابونو په توګه په درېيو مياشتو كې ترسره شوې، ۱۴ اعشاريه ۵ فيصده ښځو يې په ځواب كې ويلي، دوى د مستقيم جنسي ځورونې ښكار شوې دي، ۳۰ اعشاريه ۵ فيصده نورې بيا د جنسي ځورونې د پېښو شاهدانې وې، ۱۹ فيصده بيا داسې وې چې له خپلو نورو همكارانو څخه يې د ښځو د جنسي ځورونې د پېښو په اړه کیسې اورېدلي، خو يوازې ۳۴ اعشاريه ۵ فيصده په كې داسې مېرمنې هم وې چې له دا ډول پېښو څخه هېڅ خبرې نه وې.

د دې موسسې مسووله شبنم سميا په دې اړه سخته اندېښنه ښكاره كوي او وايي، په كاري چاپېريال كې د ښځو جنسي ځورونه ځكه جدي موضوع ده چې له دې كبله اوس يو لوى شمېر كورنۍ خپلو لوڼو او مېرمنو ته اجازه نه وركوي چې له كوره بهر په دفترونو كې كار وكړي: (( زموږ سروې كوونكو ته اكثره ښځو ويلي چې دوى زيات جنسي زجر له هغو خلكو ليدلى چې د ادارې مشران، مديران او رئيسان دي.))

نوموړې له دولته په كلكه غواړي چې په دولتي او شخصي دفترونو كې د دې ناوړه پديدې د مخنيوي لپاره هڅې وكړي، كه نه نو دا به په حكومتدارۍ او ادارو كې د ښځو په مشاركت او د ځوانو نجونو د استعدادونو په وده ډېره منفي اغېزه وكړي: (( كه دولت دې ستونزې ته پاملرنه ونه كړي تاسې به وګورئ چې په دولتي او شخصي ادارو كې به د ښځو ونډه ورځ تر بلې راكمه شي.))

دا په داسې حال كې ده چې په باميانو كې هم د ښځو د اميد په نوم يوه انكشافي موسسه وايي، دلته د ښځو د جنسي ځور كچه په حيرانوونكي ډول لوړه شوې او په ياد ولايت كې ۷۰ فيصده مېرمنې په كور او دباندې د جنسي ځور ښكار ګرځي. د دې ادارې مسووله حليمه رضايي هم وايي چې په باميانو كې يې دا ارقام د يوې څېړنې له لارې راټول كړي او په دې سروې كې يې له ۱۶ كلونو څخه تر ۶۵ كلونو پورې ۴۷۸ نجونې، مېرمنې، محصلينې، د ښځوونځي زده كوونكې، د كور مېرمنې او پارك يا تفريح ته وتونكې ښځې پوښتلې دي. مېرمن رضايي وايي، كه د دولت مشران او د پارلمان غړي په واټونو، ښارونو او كوڅو كې د ښځو د جنسي ځورونې د مخنیوي لپاره ګام وانخلي؛ نو دا ستونزه به تر پايه د افغاني ټولنې لپاره د پزې پېزوان وي.

د ټولنيزو چارو كارپوه محمد اكبر هاشمي هم پر حكومت له دې كبله انتقاد كوي چې په اداراو كې يې د ښځو د ونډې په زياتولو غور پيل كړى، خو د ښځو د خونديتوب لپاره نه تېر او نه هم اوسني حکومت ګامونه اخستي دي. دى وايي، په كوڅو، ښارونو، كورونو او دفترونو كې د ښځو د ځورونې شديدې او جدي ستونزې موجودې دي، خو په دې برخه كې ښځې د مصوونيت هېڅ لوري نه لري چې ورته پناه يوسي:(( د ښځو د حقونو قوانين همدې حكومت كې ناستو كړيو وننګول، په قضا كې ښځه خپله ستونزه نه شي دايرولى ځكه بېرته موږ او تاسې ګورو چې  څارنوالان او قاضيان د هغوى له ستونزې څخه څه ډول بده استفاده كوي؟ د كورنيو جنسي ځورونو خبره هم نه شي افشا كولى، ځكه دا بېرته د ښځو په مرګ تمامېږي او په دفتري ساحه كې هم ځكه پر ځان د شوي زورزیاتي خبره نه شي راسپړلى چې له وظيفې يې د لرې كېدو او ټولنيزې رسوايي سبب ګرځي.))

د هغه په وينا تېر دولت ته په كار وه چې په ۱۳ كلونو كې يې د ښځو د خونديتوب په اړه بنسټيز ګامونه اخستي واى، خو په وينا يې متاسفانه د دې كار پر ځاى د جنسي ځورونو له كبله په دفترونو او ادارو كې د ښځو ونډه كمرنګه شوه:(( دا ځكه چې ښځې پوه شوې څوك يې غږ نه اوري او حتى د دوى د حقونو د خونديتوب لپاره لږ تر لږه له قانون پاس كولو سره هم خلك مخالفت لري.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA