په سرپل ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۱ پروژې د ۲۶ ميليونه او ۸۸۲ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
په سرپل ولايت کې د کليو د بيارغوني او پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام ۲۱ پروژې د ۲۶ ميليونه او ۸۸۲ زره افغانيو په لګښت بشپړې او پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ملي پيوستون پروګرام د عامه اړيکو دفتر څخه نن کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د سرپل ولايت په ګوسفندې ولسوالۍ کې بشپړې شوې دي.
د سرچينې په وينا، په دې پروژو کې د دوه ښوونځيو، ديوه احاطوي دېوال، ټولنيزو مرکزونو، د يوه پله، پلګوټو، استنادي دېوالونو، د يوه ترناب او تشنابونو جوړول شامل دي، چې ۲۶۶۵ کورنۍ ترې ګټه اخلي.
سرچينه زياتوي، د ملي پيوستون پروګرام په سرپل ولايت کې ۶۱۲ کلي تر خپل پوښښ لاندې راوستي دي، تر اوسه توانېدلی ۱۹۲۵ پروژې په بېلابېلو سکټورونو کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وړاندې کړي.
اوس مهال په سرپل کې د ياد پروګرام د ۳۰۰ نورو پروژو کار دوام لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


