ads

د متحده عربي اماراتو لوبډلې افغانستان ته د ۸۹ منډو هدف كېښود

د متحده عربي اماراتو لوبډلې د اسيا په غوره ليګ پنځوس اوريزه سياليو كې نن د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وركړ. د دې لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۳۰ اعشاريه ۵ اورونو په لوبولو سره د […]

نویسنده: TKG
9 وږی 1394
د متحده عربي اماراتو لوبډلې افغانستان ته د ۸۹ منډو هدف كېښود

د متحده عربي اماراتو لوبډلې د اسيا په غوره ليګ پنځوس اوريزه سياليو كې نن د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وركړ. د دې لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۳۰ اعشاريه ۵ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو

د متحده عربي اماراتو لوبډلې د اسيا په غوره ليګ پنځوس اوريزه سياليو كې نن د افغانستان نولس کلنې ملي لوبډلې ته د ۸۹ منډو هدف وركړ.

د دې لوبې پچه د متحده عربي اماراتو لوبډلې وګټله او خپله يې د توپ وهنې پرېكړه وكړه، چې د ۳۰ اعشاريه ۵ اورونو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۸۸ منډې وكړې او افغان لوبډلې ته يې د ۸۹ منډو هدف كېښود.

د افغان لوبډلې له ډلې طارق د سيالې لوبډلې ۵ او ضياء الرحمن او رشيدخان دوه دوه لوبغالي وسوځول.

دا چې افغان لوبډله به د دغه هدف په پوره كولو توانېږي كه نه وروسته به معلومه شي.

افغان لوبډلې وړمه ورځ نيپال ته په لسو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د کويت لوبډلې ته هم په اتو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ غوره ليګ پنځوس اوريزې سيالۍ څو ورځې وړاندې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور ښار کې پيل شوې دي

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA