ads

د لیبیا په ساحل کې د نا قانونه کډوالو یوه بیړۍ ډوبه شوه

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لیبیا چارواکو پرون وویل، د نا قانونه کډوالو یوه بله بېړۍ  د طرابلس ختیځ په خمس ساحل کې ډوبه شوې او تراوسه یې د اوو کډوالو مړي پیدا شوي دي. د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لیبیا چارواکو پرون وویل، د […]

نویسنده: TKG
9 وږی 1394
د لیبیا په ساحل کې د نا قانونه کډوالو یوه بیړۍ ډوبه شوه

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لیبیا چارواکو پرون وویل، د نا قانونه کډوالو یوه بله بېړۍ  د طرابلس ختیځ په خمس ساحل کې ډوبه شوې او تراوسه یې د اوو کډوالو مړي پیدا شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې د لیبیا چارواکو پرون وویل، د نا قانونه کډوالو یوه بله بېړۍ  د طرابلس ختیځ په خمس ساحل کې ډوبه شوې او تراوسه یې د اوو کډوالو مړي پیدا شوي دي.

د دغه راپور له مخې تراوسه معلومه نه ده، چې څو کسان په دغې بېړۍ کې سپاره وو.

ژغورونکي هڅه کوي، چې که په ډوبې شوې بیړۍ کې کوم څوک ژوندی پاتې وي، چې له سمندره يې وباسي.

دا په داسې حال کې دي، چې د لیبیا د سرې میاشتې ادارې ویلي، د زواره ښار په خوا کې یې د یو سل یوولس ناقانونه کډوالو مړي، چې درې ورځې مخکې پکې د څلورو سوو کسانو یوه بېړۍ ډوبه شوې وه له اوبو راویستي او د نورو کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA