د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ۷۶ متره په اوږدوالي د یوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې، چې د چارواکو په وینا سلګونه کورنیو ته به يې ګټه ورسیږي.
د کونړ ولايت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ۷۶ متره په اوږدوالي د یوه پله د جوړېدو چارې بشپړې شوې، چې د چارواکو په وینا سلګونه کورنیو ته به يې ګټه ورسیږي.
دغه پل د کلیو پراختیا وزارت د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت ورغول شو.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم کلید ته وویل، چې د ماڼوګي ولسوالۍ په شمون درې سیمه کې د ۴ متره پلنوالي او ۷۶ متره اوږدوالي په اندازه دا پل د یوه کال په موده کې ورغول شو.
هغه وویل پر یاد پله د کلیو پراختیا وزارت د سړک جوړونې پروګرام ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې پرون د والي وحیدالله کلیمزي او یوشمېر نورو چاراکو له لورې پرانستل شو.
د چارواکو د معلوماتو له مخې اوسمهال په کونړ کې د کلیو پراختیا وزارت د میلیونو ډالرو په لګښت ګڼې پروژې تر کار لاندې او سلګونه نورې لویې او وړې پروژې ګټې اخستنې ته وړاندې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


