ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډله سبا د اسيا په غوره ليګ سياليو کې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډله سبا د اسيا په غوره ليګ سياليو کې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ووځي.
افغان لوبډلې پرون نيپال ته په لسو وېکټو ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې د جمعې په ورځ د کويت لوبډلې ته هم په اتو وېکټو ماتې ورکړې وه.
د اسيا د شپږو هېوادونو په ګډون د کرکټ غوره ليګ پنځوس اوريزې سيالۍ وړمه ورځ د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور ښار کې پيل شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


