ads

د اپوزيسيون په بڼه په حكومت كې د ځان جذبولو هڅه

د ملي وحدت حکومت ظاهرا، د کابو ټولو افغان ګوندونو او تنظیمونو په قدرت کې د مشارکت یوه ښه بېلګه ده، خو دغه مشارکت په ټولنه کې د ګوندونو له خوا داسې تمثيلېږي چې ګواکې له قدرت نه لرې پاتې دي او له همدې کبله افغان حکومت له ننګونو سره مخ دی. د ملي وحدت […]

نویسنده: The Killid Group
7 وږی 1394
د اپوزيسيون په بڼه په حكومت كې د ځان جذبولو هڅه

د ملي وحدت حکومت ظاهرا، د کابو ټولو افغان ګوندونو او تنظیمونو په قدرت کې د مشارکت یوه ښه بېلګه ده، خو دغه مشارکت په ټولنه کې د ګوندونو له خوا داسې تمثيلېږي چې ګواکې له قدرت نه لرې پاتې دي او له همدې کبله افغان حکومت له ننګونو سره مخ دی.

د ملي وحدت حکومت ظاهرا، د کابو ټولو افغان ګوندونو او تنظیمونو په قدرت کې د مشارکت یوه ښه بېلګه ده، خو دغه مشارکت په ټولنه کې د ګوندونو له خوا داسې تمثيلېږي چې ګواکې له قدرت نه لرې پاتې دي او له همدې کبله افغان حکومت له ننګونو سره مخ دی.

په افغانستان کې د هر اړخیز ثبات د ټینګښت لپاره پر مشارکتي سیستم درېدل او پر واک ځان منل د دې پر ځای چې ستونزې حل کړي نورې يې هم پراخوي او افغانستان د بربادۍ کندې ته ورټېل وهي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې واک تر ډېره بریده له څو مشخصو تنظیمي ډلو او ګوندونو سره وو خو هیڅکله هم نه دغو ګوندونو پر واک رضایت څرګند نه کړ او نه هم په حکومتي چارو کې سمون رامنځته شو.

اوس هم وضعیت د تېر په څېر دی، ډېر ژور بدلون په کې نه محسوسېږي. د واک په اساسي ګدیو تنظیمي ډلو تکیه وهلې او یا هم د همدې ډلو په شناخت یو شمېر تحصیل کړې څېرې په واک کې شریک کړای شوې دي. خو داسې ښکاري چې لا هم قناعت حاصل شوی نه وي. دغه نه قناعت د یوې نوې اندېښنې سبب شوی او هغه دا چې په قدرت کې شريکې ډلې د اپوزېسيون په بڼه هم پر حکومتي واک ځان ومني.

افغانستان د ټولو شریک کور دی او هر افغان دا حق لري چې ځان په نظام او سیستم کې شریک وګڼي او په دې ډول د شته او رامنځته کېدونکو احتمالي مخالفتونو مخه ونیول شي. پر اوسني حکومت دا انتقاد بیا بیا د ځینو لوریو او منفردو اشخاصو له خوا واردېږي چې په قدرت کې ډېری کسان د شخصي شناختونو له مخې ځای نيسي.

د ملي وحدت د حکومت له رامنځته کېدو سره چې یو شمېر مسلکي څيرو ته په کې د خدمت زمینه مساعده شوه، دا هیله رامنځته کړې، چې کېدای شي په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي، امنيتي او…برخو کې مثبت بدلون رامنځته شي. خو له دې سره جوخت د یو شمېر ډلو له خوا په واک کې د هغوی او مجاهدینو نه حضور اندېښنې راولاړې کړې. ولس دا وېره حس کړه چې کېدای شي په دې پلمه د بې ثباتيو نوې لړۍ پیل شي او حکومت له نویو ننګونو سره مخ شي او هغه ژمنې يې چې کړې دي، د دې ستونزې له کبله په ترسره کولو بریالی نه شي. دا خبره دومره توده شوه چې د حکومت اجرایي رييس په ډاګه وويل چې ځينې اشخاص دې له قدرت نه د ځان لرې پاتې کېدو لپاره مجاهدین پلمه نه کړي.

افغانستان چې د ټولو شریک کور دی پر ټولو دا حق لري که هغه په واک کې شریک وي او که نه وي، د ثبات لپاره يې هلې ځلې وکړي. ځکه په واک د شریکېدو مخکنۍ تجربې دا ښودلې چې یوازې د قوم او ګوند په نوم په واک کې د شرېکېدو له لارې د افغانستان اساسي ستونزې له منځه نه ځي باید ملي مصلحتونو ته مخه وشي او د ثبات د رامنځته کېدو لپاره د ملي حرکتونو بنسټونه پیاوړي شي. هغه څه چې په تېرو دیارلسو کلونو کې يې مخه نیول شوې وه او واک قومي او تنظيمي شوی و.

تېره پنجشنبه په کابل کې د اتو جهادي ګوندونو په ګډون د همغږۍ یوه شورا رامنځته شوه، که څه هم د دې شورا د پرانستونکې غونډې پیغام یو مثبت لوري ته د حرکت زیری لري خو له ولس سره دا وېره ده چې وروسته بیا دا وړ جوړښتونو په واک کې د شرېکيدو نوې ستونزې رامنځته نه کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA