په شمالي کوريا کې د سېلابونو له کبله ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د نړيوال سره صليب د رپوټ له مخې، په دغو سېلابونو کې ميليونونه ډالر مالي زيانونه هم اوښتي او ټولې مواصلاتي لارې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې دي.
په شمالي کوريا کې د سېلابونو له کبله ۴۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د نړيوال سره صليب د رپوټ له مخې، په دغو سېلابونو کې ميليونونه ډالر مالي زيانونه هم اوښتي او ټولې مواصلاتي لارې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې دي.
د روسيې او چين سرحد ته پروت راجن ولايت کې له طوفاني باران څخه وروسته په زياته پيمانه سېلابونه راوتلي، چې لسګونه کلي يې تر اوبو لاندې کړي دي.
په دغو سېلابونو کې ۱۱ زره تنو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي .
د شمالي کوريا ژغورنې عملې ويلي، چې ښايي د مړو شويو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.
يو شمېر کسان اوس هم خپلو کورونو کې ايسار پاتې دي او ژغورونکي هڅه کوي، چې له اوبو څخه يې راوباسي.
دا په شمالي کوريا کې له تېرو څو کلونو تر ټولو سخت سېلابي باران بلل شوی دی.
د يو بل خبر له مخې، په امريکا کې هم سېلابونو خلکو ته سخت مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د امريکا په کييربين جزيرو او فلوريډا ايالت کې ۱۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په فلوريډا کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


