د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، نيپال ته هم ماتې ورکړه.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې نن د اسيا په غوره ليګ سياليو کې، چې د ماليزيا په پايتخت کوالالمپور کې ترسره کېږي، نيپال ته هم ماتې ورکړه.
د نننۍ پنځوس اوريزې لوبې پچه د نيپال لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
دې لوبډلې په ۴۷ اعشاريه ۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۳ منډې جوړې کړې او افغان نولس کلنې لوبډلې ته يې ۱۲۴ منډې هدف وټاکه.
افغان توپ وهونکو ورکړل شوی هدف په ۲۵ اورونو په داسې حال کې پوره کړ، چې هېڅ لوبغاړی نه و سوځېدلی او نيپال ته يې په لسو وېکټو ماتې ورکړه.
ضياء الرحمن د سيالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان د کرکټ د نولس کلنو ملي لوبډلې پرون د کويت لوبډلې ته په اتو وېکټو ماتې ورکړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


