او نور

725
۴ وږی ۱۳۹۴

له شدید فقر سره لاس او ګریوان افغانان


د نړیوالو مرستندویو ادارو د رپوټونو په بنسټ، په داسې حال کې چې نا امنۍ هم ورځ تر بلې پراخېږي، ۲۵ په سلو کې افغانان په ناسم اقتصادي حالت کې ژوند تېروي. دا هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ سره تراوسه پورې د حکومت په کچه اساسي توجه ورته نه ده شوې.

د نړیوالو مرستندویو ادارو د رپوټونو په بنسټ، په داسې حال کې چې نا امنۍ هم ورځ تر بلې پراخېږي، ۲۵ په سلو کې افغانان په ناسم اقتصادي حالت کې ژوند تېروي. دا هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ سره تراوسه پورې د حکومت په کچه اساسي توجه ورته نه ده شوې.

جنګ او نا امني له اوږدو کلونو راهیسې د افغانستان کلیوالي اقتصاد ځپلی او د دې سبب شوی چې ډېری کلیوال له کلیو ښارونو ته مخه وکړي او افغان اقتصاد پر نړیوالو مرستو تکیه پاتې شي، هغه اقتصاد چې هره شېبه يې احتمالي خطرونه ګواښلی شي. په دې برخه کې یوه څرګنده بېلگه د ځینو هغو لویو نړیوالو موسسو د مرستو د بهیر پڅوالي ته اشاره کولای شو چې وخت په وخت د مالي او تخنیکي ستونزو له کبله له اړو افغانانو سره د مرستو د ځنډېدو خبر ورکوي.

په تېرو دیارلسو کلونو کې حکومت هره ورځ دا شعار ورکاوه او دا ژمنه يې کوله چې د افغانستان د عمومي اقتصاد د ودې لپاره به ډېر تمرکز پر کلیوالي اقتصاد کوي، ځکه افغانستان یو زراعتي هیواد دی او د زراعت ډېره برخه يې پر کلیوالي سيمو ودانه ده. ادعا دا وه، تر هغه پورې چې کلیوالي اقتصاد وده ونه مومي د افغانستان عمومي اقتصاد وده نه شي کولای.

خو هرکال د ناامنیو د کچې له پراختیا سره دا هيله په زړونو کې ورژېده. په لومړيو کلونو کې د خراب اقتصادي حالت له کبله افغان بزګرو ډېره تکیه پر کوکنارو وکړه. دې کار په نړیواله کچه افغانستان ته بدنامي واړوله او حکومت د نړیوالې ټولنې په مرسته یوازې دومره وکړل چې د بزګرو کوکنار يې واړول او دوی يې نور هم د فقر جونګړې ته کېنول. تر دې پورې چې يو زیات شمېر بزګر او کلیوال اړ شول چې کلي پرېږدي او ښارونو ته مخه وکړي. هغوی چې کلیو کې پاتې شول حکومت ته په سرخوږي بدل شول.

حکومت نه بزګرو ته اسانتیاوې برابرې کړې او نه يې هم د هغوی د محصولاتو د مارکېټ په برخه کې ملاتړیز رول ولوباوه. همدا علت دی چې نن موږ کلیوال اقتصاد ته د نه پاملرنې له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ یو او ورځ تر بلې پر بهرنیو مرستو تکیه کېږو چې هيڅ ډول اعتبار نه لري. څرګند مثال يې په اوس وخت کې په افغانستان کې د مرستندویو ادارو د کار بندیدل او د خارجي مرستو د کچې خورا راټيټېدل دي. که چېرته هغه موسسې چې په زرګونه افغانان اوس په کې په کار بوخت دي، بندې شي او د مرستو کچه يې راټيټه شي، په ښارونو کې به د خلکو او کورنیو اقتصاد لا نور پسې کړکېچن شي.

په لویه کې د افغانستان اقتصاد ته نه پاملرنه د دې سبب شوی چې زموږ یو زیات شمېر افغانان له اقتصادي فقر سره مخ شي او ملیونونه کسان د فقر تر کرښې لاندې ژوند وکړي.

د خوړو نړیوال سازمان یا (WFP) پخپل تازه راپور کې ويلي دي چې د افغانستان لرې پرتو او کلیوالي سیمو کې یو زیات شمیر وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه سازمان چې اوس د بودجې له زیات او شدید کمښت سره مخ دی، نه شي کولای چې د ژمي د موسم له را رسېدو مخکې ټولو اړو کسانو ته مرستي ورسوي.

یاد سازمان چې له ۵۰ کلونو راهيسې يې د افغانانو لاسنیوی کړی، وايي چې د افغانستان په ځینو برخو کې د وچکالیو دوام، طبیعي پېښې او پراخو نا امنیو دا ستونزه رامنځته کړې ده.

که چېرته له پيله د هیواد د ټول اقتصاد په کچه حد اقل کلیوالي اقتصاد ته توجه شوې وای ، د غوره اقتصادي پلانونو د پلي کېدو له لارې خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې شوې وای او خلک ورځ تر بلې د ناسم اقتصادي حالت له کبله له کلیو ښارونو ته مخه نه وای کړې، نن به د ټول افغانستان په کچه ملیونونه افغانان له اقتصادي فقر سره مخ شوی نه وای.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *