ads

د ښځو سوداګري د ناامنۍ تر سيوري لاندې

ګنډنې هغه كار دی چې ښځې يې په ډېرې مينې پر مخ وړي او ګڼ شمېر ښځې چې د دود او دستور او كورنيو ستونزو له كبله نشي كولای له كور څخه بهر كار وكړي؛ د همدې ګنډنو په وسيله له يوې خوا خپلې لومړنۍ اړتياوې برابروي او له بلې خوا د خپلې كورنۍ د […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1394
د ښځو سوداګري د ناامنۍ تر سيوري لاندې

ګنډنې هغه كار دی چې ښځې يې په ډېرې مينې پر مخ وړي او ګڼ شمېر ښځې چې د دود او دستور او كورنيو ستونزو له كبله نشي كولای له كور څخه بهر كار وكړي؛ د همدې ګنډنو په وسيله له يوې خوا خپلې لومړنۍ اړتياوې برابروي او له بلې خوا د خپلې كورنۍ د اقتصاد په پياوړتيا كې هم د پام وړ

ګنډنې هغه كار دی چې ښځې يې په ډېرې مينې پر مخ وړي او ګڼ شمېر ښځې چې د دود او دستور او كورنيو ستونزو له كبله نشي كولای له كور څخه بهر كار وكړي؛ د همدې ګنډنو په وسيله له يوې خوا خپلې لومړنۍ اړتياوې برابروي او له بلې خوا د خپلې كورنۍ د اقتصاد په پياوړتيا كې هم د پام وړ مرسته كوي.

خو هغه شمېر ښځې چې په ټولنه كې د كار كولو اجازه لري؛ دا هڅه يې كړې چې نورو ښځو ته هم كار ور زده كړي.

هوا ګل رضايي هغه سوداګره ښځه ده چې له كلونو راپدېخوا يې د لاسي صنايعو په برخه كې زياتې ښځې روزلي او اوس هم ۴۵ تنه ښځې يې تر لاس لاندې كار كوي.

د هغې په وينا، د سوداګرو ښځو د فدراسيون او د ښځو د لاسي صنايعو د اتحاديې غړيتوب هم لري.

هوا ګل وايي: ((موږ ډول ډول لاسي ګنډنې لرو او بېلګې یې كشيده دوزي، خنجر دوزي او شيشه دوزي دي چې د نارينه وو د غاړو، ښځينه كميسونو، سر تختي او د ماشومانو د خوب ځايونو لپاره يې كاروو.))

كه څه هم هېڅ كومې موسسې ورسره مالي مرسته نه ده كړې، خو په خپل مټ په دې توانېدلې چې له خپل زيار څخه د پام وړ پايله تر لاسه كړي.

دا چې د ژوند د ټولو چارو په پر مخ وړلو كې د امنيت شتون ښه رول لوبوي او هر وګړی كولای شي په ډاډه زړه خپلې چارې پر مخ بوځي، نو په دې وروستيو كې د امنيت د نه شتون له کبله د نورو برخو تر څنګ د سوداګرۍ چارې هم زيانمنې شوې دي.

هوا ګل رضايي هم له نا امنۍ څخه سر ټكوي او وايي، په دې وروستيو دوو كلونو كې د نورو سوداګريزو چارو په څېر د لاسي ګنډنو بازار هم د نا امنۍ تر سيورې لاندې راغلی او د پخوا په څېر اخيستونكي نه لري.

د هغې په خبره، يوازې په نندارتونونو كې په ګډون سره ښه ګټه تر لاسه كولای شي او نور وختونه ښه بازار نه لري.

نوموړې له خپلو هېوادوالو په تېره بيا له خويندو څخه غواړي چې د بهرنيو هېوادونو د جامو پر ځای دې د خپل هېواد لاسي ګڼدنو څخه كار واخلي او د لاسي صنعت بازار دې تود وساتي.

ډېری افغانې ښځې كه په كورونو كې دي او يا په ټولنه كې كار كوي د ګنډلو، اوبدلو، اشپزۍ او داسې نورو برخو كې پوره مهارت لري او كولاى شي په ډاډه زړه د ځان لپاره د ښه عايد يوه سرچينه جوړه كړي.

خو د پور وركولو بنسټونه د پور په بدل كې له هغوى څخه داسې ضمانت غواړي چې ښځې ورته په اسانه لاسرسى نه لري، نو همدا ستونزه ده چې ښځې ډېره لږه اقتصادي ځواكمنتيا لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA