د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون يو ځل بيا په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وروباله، چې په خيبر اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې د افغانستان له خاورې د بريد په وړاندې اعتراض وکړي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون يو ځل بيا په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وروباله، چې په خيبر اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې د افغانستان له خاورې د بريد په وړاندې اعتراض وکړي.
د پاکستان پوځ وايي، د وسله والو په دغه پروني بريد کې يې څلور پوځيان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، د پاکستان پوځ په ځوابي ډزو کې د وسله والو دغه ډله له منځه وړې، خو د وژل شويو او يا ټپي شويو وسله والو د شمېر په اړه څه نه دي ويل شوي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له افغان سفير جانان موسی زي څخه غوښتي، چې د يادې پېښې په اړه پلټنې وکړي او ژر تر ژره د پاکستان حکومت د خپلو پلټنو له پايلو خبر کړي.
دغه راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزير له افغان سفير څخه غوښتي، چې په افغانستان کې د پاکستاني ډيپلوماټانو د امنيت خوندي کولو لپاره جدي اقدامات وکړي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ پر کونړ د پاکستاني ځواکونو تر بريد وروسته، چې په ترڅ کې يې اته افغان سرتېري ووژل شول، په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړی شوی و، تر هغې وروسته پاکستان هم د افغانستان سفير احضار کړی و.


