ads

د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې لغوه شوې

رپوټونه وايي، چې د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې لغوه شوې دي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د هند لخوا د شرطونو وړاندې کولو په صورت کې د سولې خبرې ناشونې دي.ټاکل شوې وه نن او سبا په نوي ډيلي کې د دواړو هېوادونو […]

نویسنده: TKG
1 وږی 1394
د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې لغوه شوې

رپوټونه وايي، چې د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې لغوه شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د هند لخوا د شرطونو وړاندې کولو په صورت کې د سولې خبرې ناشونې دي.
ټاکل شوې وه نن او سبا په نوي ډيلي کې د دواړو هېوادونو د امنيتي سلاکارانو تر منځ د سولې خبرې تر سره شي، خو هندي حکومت له سرتاج عزيز څخه غوښتي و، چې هند ته د سفر په مهال دې د کشمير له بېلتون غوښتونکو مشرانو سره ليده کاته نه کوي. رپوټونه وايي، چې د پاکستان او هند تر منځ د سولې خبرې لغوه شوې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د هند لخوا د شرطونو وړاندې کولو په صورت کې د سولې خبرې ناشونې دي.
ټاکل شوې وه نن او سبا په نوي ډيلي کې د دواړو هېوادونو د امنيتي سلاکارانو تر منځ د سولې خبرې تر سره شي، خو هندي حکومت له سرتاج عزيز څخه غوښتي و، چې هند ته د سفر په مهال دې د کشمير له بېلتون غوښتونکو مشرانو سره ليده کاته نه کوي.
په ځواب کې پاکستاني حکومت ويلي، هند ته د سفر په مهال د دوی اخلاقي حق جوړېږي، چې د جمو کشمير له مشرانو سره ليده کاته وکړي.
د دواړو هېوادونو لومړي وزيرانو تېره مياشت په روسيه کې تر خبرو وروسته پرېکړه کړې وه، چې د اګست په ۲۳مه او ۲۴مه به په هند کې د سلاکارانو په کچه د سولې مذاکرات کوي.
د پاکستان د لومړي وزير سلاکار سرتاج عزيز پرون وويل، چې پرته له قيد او شرط څخه حاضر دی هند ته ولاړ شي، خو که مقابل لوری دې ته غاړه کېږدي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA