ads

م.م د پاکستان او هند تر منځ د مذاکراتو ځنډېدلو په اړه اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو د پاکستان او هند تر منځ د سولې مذاکراتو ځنډېدلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي، چې دواړه هېوادونه بايد د سولې خبرې پيل کړي، د خپلو خلکو ګټې په نظر کې ونيسي او د دوی ساتنې ته ملګرو ملتونو د پاکستان او هند تر منځ د […]

نویسنده: TKG
31 زمری 1394
م.م د پاکستان او هند تر منځ د مذاکراتو ځنډېدلو په اړه اندېښنه ښودلې

ملګرو ملتونو د پاکستان او هند تر منځ د سولې مذاکراتو ځنډېدلو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي، چې دواړه هېوادونه بايد د سولې خبرې پيل کړي، د خپلو خلکو ګټې په نظر کې ونيسي او د دوی ساتنې ته

ملګرو ملتونو د پاکستان او هند تر منځ د سولې مذاکراتو ځنډېدلو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ويلي، چې دواړه هېوادونه بايد د سولې خبرې پيل کړي، د خپلو خلکو ګټې په نظر کې ونيسي او د دوی ساتنې ته پاملرنه وکړي.

ټاکل شوې وه، چې د روانې اګست مياشتې په وروستيو کې د هند او پاکستان امنيتي سلاکارنو تر منځ په نوي ډيلي کې د کشمير په مسئله خبرې شوې وای، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د وروستي تاوتريخوالي له کبله يادې خبرې ځنډول شوې دي.

پرون هندي چارواکو د پاکستان د لومړي وزير له سلاکار سرتاج عزيز څخه وغوښتل، چې نوي ډيلي ته د سفر په مهال دې د کشمير بېلتون غوښتونکو له مشرانو سره نه ګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال هم د کشميري بېلتون غوښتونکو له مشرانو سره د پاکستاني چارواکو تر ليدنې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې وځنډېدې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA