د یمن حوثي وسله والو دعوه کړې، چې د سعودي عربستان یوه هليكوپټر یې نسکوره کړې ده. د حوثي وسله والو یوه مشر علي القحوم وویل، وسله والو ځواکونو پرون له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو په مټ د سعودي عربستان په جیزان
د یمن حوثي وسله والو دعوه کړې، چې د سعودي عربستان یوه هليكوپټر یې نسکوره کړې ده.
د حوثي وسله والو یوه مشر علي القحوم وویل، وسله والو ځواکونو پرون له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو په مټ د سعودي عربستان په جیزان سیمه کې یو اپاچي هليكوپټر نسکوره کړې ده .
سعودي عربستان د سیمې نهو عربو هیوادونو په ايتلاف سره له تېرې مارچ میاشتې راهسې د حوثي وسله والو پرضد بریدونه پیل کړي، چې تښتېدلی جمهور رئيس عبدربه منصور هادي بېرته قدرت ته ورستون کړي.
په یمن د سعودي عربستان په بریدونو کې څه د پاسه څلور زره کسان وژل شوي او په زرګونو نور ژوبل شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دا وروستیو کې د منصور هادي پلویانو له حوثي وسله والو څخه بېرته یوشمېر مهم ښارونه نیولي دي.
سعودي عربستان د حوثي وسله والو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


