په خوست کې د چينار په نوم د کرکټ شل اوريزو سياليو په لړ کې پرون د کوهاټ او د خوست بادشاه لوبډلو ترمنځ لومړۍ نيمه پايلوبه ترسره شوه.
پچه د کوهاټ لوبډلې وګټله، د توپ وهنې پرېکړه يې وکړه او په ټاکل شويو ۲۰ اورونو کې يې مقابلې لوبډلې ته ۱۴۹ منډې هدف وټاکه.

وروسته د خوست بادشاه لوبډلې لوبه پيل کړه، په شلم اوور کې يې ياد هدف پوره کړ او لوبه يې په شپږو وېکټو له سيالې لوبډلې څخه وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړی شاهد مندوزی اعلان شو.
نوموړي ۶۰ ناسوځېدلې منډې وکړې.
نن به د چينار سياليو دويمه پايلوبه د ماسپښين په دوه بجو د خوست د شاهين الېون او خوست بوم بوم لوبډلو ترمنځ پيل شي او د ننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به سبا د خوست بادشاه لوبډلې سره پايلوبه وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ