ads

د هند او پاکستان تر منځ سرحدي نښتو كې ۸ تنه وژل شوي

د هند د پوځ وياند اعلان کړی، چې پاکستاني پوځيانو پرون سهار د هند تر کنټرول لاندې کشمير بالاکوټ او پونج سيمو کې پر هندي پوځيانو بريدونه کړي، چې له کبله يې د دې سيمې ۶ استوګن وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي. د هند د پوځ وياند اعلان کړی، چې پاکستاني پوځيانو […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1394
د هند او پاکستان تر منځ سرحدي نښتو كې ۸ تنه وژل شوي

د هند د پوځ وياند اعلان کړی، چې پاکستاني پوځيانو پرون سهار د هند تر کنټرول لاندې کشمير بالاکوټ او پونج سيمو کې پر هندي پوځيانو بريدونه کړي، چې له کبله يې د دې سيمې ۶ استوګن وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په پرونيو نښتو کې ۲ تنه وژل شوي او ۲ ټپيان دي.

د پاکستاني پوځي چارواکو اعلان وکړ، چې د پنجاب ايالت سيالکوټ سِکټر سيمه کې هم هندي ځواکونو د درنو او سپکو وسلو بريدونه پيل کړي وو، چې تر پرون ماښامه يې دوام وکړ.

په همدې حال کې دواړو حکومتونو پخپلو هېوادونو کې يو د بل سفيران هم احضار کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA