ads

د ماليې وزارت د عايداتو پر اختلاس اعتراف وكړ

د ماليې وزارت وايي، دم ګړۍ هم د هېواد عايداتي سرچينې د يو شمېر زورواکو له لوري شخصي جېبونو ته لېږدول کېږي. د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي چې نن يې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې ټينګار درلود، چې ددې کار د مخنيوي په هدف يې ډېری د ماليې وزارت وايي، […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1394

د ماليې وزارت وايي، دم ګړۍ هم د هېواد عايداتي سرچينې د يو شمېر زورواکو له لوري شخصي جېبونو ته لېږدول کېږي. د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي چې نن يې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې ټينګار درلود، چې ددې کار د مخنيوي په هدف يې ډېری

د ماليې وزارت وايي، دم ګړۍ هم د هېواد عايداتي سرچينې د يو شمېر زورواکو له لوري شخصي جېبونو ته لېږدول کېږي.

د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي چې نن يې په کابل کې خبري ناستې ته خبرې کولې ټينګار درلود، چې ددې کار د مخنيوي په هدف يې ډېری پروګرامونه په لاره اچولي دي، خو په خبره يې يو شمېر زورواکي دغه وزارت ته ورځي، څو د عوايدو د راټولولو په برخه کې د اغېزمنو پروګرامونو د جوړېدو مخنيوی وکړي.

حکيمي خبرداری ورکړ، چې سږ کال يې د مالياتو د ډېرښت په نوم پروګرام په لاره اچولی او ددې پروګرام پر بنسټ په ولايتونو کې اړوند چارواکي مکلف دي چې تر پخوا په ښه ډول خپل کارونه سمبال کړي که نو له دريو مياشتې اصلاحي دورې وروسته به په رسمي ډول له خپلو دندو ګوښه کړل شي.

د ماليې وزارت د چارواکو په خبره، په دغه ناسته کې د ۳۴ ولايتونو د مالي برخو مسئولين ګډون لري او تر دوه ورځو به د تېر ۱۳۹۳ مالي کال او د ۱۳۹۴ مالي کال په لومړيو شپږو مياشتو څرنګوالی او اغېزمنتيا ارزوي او په پای کې به خپلې نيوکې او وړانديزونه له يو بل سره شريکوي چې پر نوو تصميمونو به هم څرګند اغېز ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA