په خوست کې پر نوي جوړ شوي خصوصي لوبغالي د چينار په نوم د کرکټ شل اوريزو سياليو په لړ کې پرون هم دوې سيالۍ ترسره شوې. تر غرمې وړاندې سيالي د مزار او کوهاټ لوبډلو ترمنځ وشوه او تر غرمې وروسته لوبه د خوست او لوګر ترمنځ وه.
په خوست کې پر نوي جوړ شوي خصوصي لوبغالي د چينار په نوم د کرکټ شل اوريزو سياليو په لړ کې پرون هم دوې سيالۍ ترسره شوې.
تر غرمې وړاندې سيالي د مزار او کوهاټ لوبډلو ترمنځ وشوه او تر غرمې وروسته لوبه د خوست او لوګر ترمنځ وه.
په لومړۍ لوبه کې د مزار لوبډلې د کوهاټ لوبډلې ته د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۳ منډې هدف وټاکه، چې د کوهاټ لوبډلې له لوري په اتم اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو پوره شو.
په دويمه لوبه کې د لوګر لوبډلې د خوست يوې سيمه ييزې لوبډلې ته د ۱۳۱ منډو هدف وټاکه.
په دې لوبه کې سياله لوبډله د هدف په پوره کولو ونه توانېده، په اتلسم اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل او د هدف پوره کولو څخه څلور منډې شاته پاتې شول.
نن به د خوست د يوې ځايي لوبډلې شاهين الېون او لوګر او همدارنګه د خوست د دوو نورو ځايي لوبډلو خوست بادشاه او خوست بوم بوم ترمنځ لوبې ترسره شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


