د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله والو سره په نښته کې درې سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دغه پېښه نن سهار د بلوچستان ایالت د البندین سیمه کې را منځته شوې، چې په ترڅ کې یی دوه وسله وال هم وژل
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله والو سره په نښته کې درې سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې دغه پېښه نن سهار د بلوچستان ایالت د البندین سیمه کې را منځته شوې، چې په ترڅ کې یی دوه وسله وال هم وژل شوي دي.
پاکستاني پوځي چارواکو ویلي، چې یاده پېښه ډیورند پولې ته څېرمه د کرد کلا سیمه کې وروسته له هغې را منځته شوه، چې یوه ډله وسله والو پرامنیتي پوستو برید وکړ.
تر اوسه د یاد برید مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.
په ورته وخت کې نا معلومه وسله والو په باجوړ ايجنسۍ کې د پیپل ګوند مهم غړي اخونزاده چټان زوی تښتولی دی.
د قبایلي سیمو لپاره د پیپل ګوند مشر آصف علي زرداري سلاکار اخونزاده چټان رسنیو ته ویلي، چې اتلس کلن زوی یې له کوره د ښوونځي ته تر وتلو وروسته په موټر کې سپرو وسله والو نامعلوم لور ته تښتولی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


