په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ټولنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د شاتو مچویو د کاروبار د ودې لپاره لازمې هڅې کړې دي. د شاتو د پروسس د یوې فابریکې او د مچیو ساتونکو د ټولنې مشر ریاض محمد رودوال وايي، اوسمهال د مچیو د روزونکو په کار کې د پام وړ بدلون راغلی
په ننګرهار کې د شاتو مچیو د ټولنې مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې د شاتو مچویو د کاروبار د ودې لپاره لازمې هڅې کړې دي.
د شاتو د پروسس د یوې فابریکې او د مچیو ساتونکو د ټولنې مشر ریاض محمد رودوال وايي، اوسمهال د مچیو د روزونکو په کار کې د پام وړ بدلون راغلی دی.
د شاتو د مچیو ټولنه په دغه ولایت کې۲۲۰ تنه غړي لري، د دې ټولنې مسوولینوايي، چې د مچیو د فارمونو له مالکانو سره یې د شاتو د خرڅلاو په برخه کې هم مرسته کړې ده.
د ننګرهار ولایت د روداتو اوسېدونکی عبدالمجید وايي، چې له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې د مچیو د ساتلو کارو بار کوي:(( همدا اوس د باریک اب په سیمه کې ۶۰ فارمه کورنۍ مچۍ لرو.))يادې سرچينې زياته كړه، له خپل کار څخه خوښ دی، په پسرلي او مني کې مچۍ په ننګرهار کې ږدي او په نورو موسمونو کې یې یخو سیمو ته وړي.
که څه هم په ختیځ کې د شاتو مچیو د ټولنې مشر وايي، چې د ځنګلونو او ګلانو نشتوالي د مچیو خاوندانو ته لویه ستونزه جوړ کړې ده، خو د مچیو مالکان تر ډېره خپل فارمونه له پولې پورې غاړه وړي، ځکه هلته د بېرې، شړشمو او پلوڅې ګلان ډېر دي.
ریاض محمد رودوال وايي، چې څو ځله یې د کرنې وزارت له چارواکو سره دغه ستونزه شریکه کړې، چې د مچیو د ودې لپاره د کرنې وزارت په دښتو کې مصنوعي ځنګلونه جوړ کړي، خو تراوسه يې په خبرو باندې چا غوږ نه دى ګرولی.
د ننګرهار د شاتو د پروسس فابریکه په هېواد کې ځانګړې فابریکه ده. د یادې فابریکې مسوولین وايي، چې د پسرلي په موسم کې د هېواد له ډېرو ولایتونو څخه د مچیو ساتونکي راځي، دوی ترې شات اخلي او بیا یې وخت پر وخت پروسس کوي.
شفیع الله ساپی د جلال اباد ښار تلاشۍ په څلور لارې کې د شاتو دوکان لري.نوموړى وايي چې د شاتو فابریکې په جوړېدو سره د وطني شاتو تولید او بازار ښه شوی.
اکرام الله اکرام د جلال اباد ښار اوسېدونکی وايي، موږ یوازې کورني شات ځکه اخلو، چې له بهرینو شاتو نه یې کیفیت ښه دی.
په ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د شاتو مچیو مدیر محمد اسماعیل وايي، چې نن سبا په ټول ننګرهار کې د مچیو ۲۲۰ فارمونه شته:((موږ یې وخت ناوخت ګورو او لازمې سلا مشورې ورکوو.))
د مچیو ساتونکي وايي چې له دې لارې ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. منبع/ سلام وطندار
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


